1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا- د مبتلايانو شمير نژدې درې نيم ميليونو ته رسيدلی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳ اعشاريه ۴۴ ميليونه کسان په کرونا يا کوويډ-۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي دي. د يکشنبې ورځې خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه په نړۍ کې له ۲۴۰ زرو څخه ډير کسان مړه شوي دي.

Karikatur Sergey Elkin Coronavirus

د رويټرز خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د می ۳مه) رپوټ په حواله، دغه کسان د نړۍ په ۲۱۰ هيوادونو او سيمو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي. زياته شوې چې په دغې موده کې په ټوله نړۍ کې ۲۴۳ زره او او ۱۵ کسان د يادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دغه آژانس د يکشنبې ورځې تازه ارقام خپاره کړي چې د هيوادونو په ډله کې اوس هم د امريکا متحده ايالات په لومړي ځای کې دي او تر هغه وروسته هسپانيا، ايټاليا، بريتانيا او فرانسه په ترتيب يو د بل تر شا قرار لري.

په امريکا متحده آيالاتو کې په کرونا ويروس ۱ ميليون او ۱۴۰ زره او ۱۴۸ تنه اخته شوي او د مړو شمير يې ۶۶ زره او ۴۲۶ تنو ته رسيدلی دی.

هسپانيا کې د مبتلایانو شمير ۲۳۴ زره او ۴۳۶ ته لوړ شوی او د مړو شمير ۲۵ زره او ۱۰۰ تنو ته رسيدلی دی. په ايټاليا کې د مبتلاينو شمېر ۲۰۹ زره او ۵۲۸ او د مړو شمېر ۲۷ زره او ۷۱۰ دی. په بريتانيا کې په کرونا ويروس د مبتلایانو شمير ۱۸۲ زره او ۲۶۰ او د مړو شمير يې ۲۸ زره او ۱۳۱ دی.

تر دې وروسته فرانسه، آلمان او ترکيه په ترتيب د کرونا ناروغۍ د ډيرو مبتلايانو درلودونکي هيوادونو په ډله کې راغلي دي.

افغانستان د دغو ۲۱۰ هيوادونو په ډله کې ۴۶م هيواد دی چې تر اوسه په کې ۲۴۶۹ تنه په کرونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې ۷۲ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ايران په لسم، هندوستان ۱۶م او پاکستان ۲۵م ځای کې دي.

د رويټرز له خوا د خپور شوي ليست تر ټولو وروسته د «بريتانوي ويرجن ټاپوګانو» نوم راغلی دی، چې ټولټال په کې ۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې يو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ په سطحه د کرونا ناروغۍ په اړه شميرې د تغيير په حال کې دي.

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب