1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کې د کرونا مثبتې پيښې نژدې ۶ ميليونو ته رسيدلي

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

د شنبې ورځې تازه خپرو شوو ارقامو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمیر نژدې ۶ ميليونو ته رسيدلی دی. تر اوسه د دغه ناروغۍ له امله په نړۍ کې له ۳۶۰ زرو ډير کسان مړه شوي دي.

Bildergalerie USA Los Angeles | Coronavirus | Ärztin Zafia Anklesaria
انځور: Reuters/L. Nicholson

د رويټرز خبري آژانس د شنبې ورځې (د می ۳۰مه) رپوټ له مخې، اوس مهال په ټوله نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير څه باندې ۵ اعشاريه ۹۳ ميليونه ته رسيدلې دی.  له دې ډلې څخه تر اوسه ۳۶۴ زره او ۴۳ کسان مړه شوي دي.

متحده ايالات تر ټولو زيات اغېزمن هيواد

په حاضر وخت کې د امريکا متحده ايالات د نړۍ په سطحه د کرونا د يو ميليون او ۷۵۳ زره او ۷۰۴ مثبتو پيښو په درلودولو، په لومړي ځای کې قرار لري. د مړو شمیر يې هم تر ټولو لوړ دی. کرونا په دغه هيواد کې ۱۰۲ زره او ۷۲۹ کسان مړه کړي دي.

تر امريکا وروسته برازيل د کرونا د څه باندې ۴۶۵ زرو، روسيه ۳۸۷ زرو او بريتانيا د ۲۷۱ زرو مثبتو پيښو په درلودلو، په ترتيب دوهم، دريم او څلورم ځايونو کې دي.

افغانستان کي امنيت او کرونا

د رويټرز د رپوټ له مخې، افغانستان د هيوادونو په نوملړ کې په ۴۵م نمبر کې دی. په افغانستان کې د کرونا تائيد شوې رسمي مثبتې پيښې ۱۳ زره ۶۵۹ دي. له دې ډله څخه ۲۴۶ کسان مړه شوي دي.

خو رپوټونه دا هم وايي چې د افغانستان ناامنه وضعيت او د روغتيا ستونزمن سیستم ته يې په کتو، ښايي اصلي پيښې تر دې ډيرې لوړې وي.

په امريکا کې د کرونا ناورغۍ له امله د مړو شمير له سل زرو اوښتیانځور: Reuters/B. Snyder

په ګاونډيو هيوادونو کې ايران په نوملړ کې ۱۲م، چين ۱۳م او پاکستان ۱۸م هيواد دی. په ايران کې تر اوسه نژدې ۱۸۵ زره، په چين کې څه باندې ۹۰ زره او په پاکستان کې ۶۴ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.

د رويټرز د شنبې ورځې رپوټ ښيي چې په ایران کې تر اوسه ۷۶۷۷، په چين کې ۴۶۳۴ او په پاکستان کې ۱۳۱۷ کسان مړه شوي دي.

د کرونا نوي ويروس لومړنۍ پيښه د ۲۰۱۹م کال په دسامبر میاشت کې د چين په ووهان کې تشخیص شوه. اوس دغه ناورغی د نړۍ څه باندې ۲۱۰ هيوادونو او سيمو ته رسيدلې ده. کرونا ناروغۍ تر اوسه واکسين نلري، خو د نړۍ په يو شمیر هيوادونو او د درمل جوړولو شرکتونو له خوا د دغه واکسين د جوړولو هڅې روانې دي.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ا. ا

 پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(24.05.2020):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب