1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا په نیویارک کي مسلمانان سخت ځپلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د نیویارک اکثره مسلمانان، چي د پاکستان، بنګله دیش او یاهندوستان څخه د یوې ښې راتلونکي په خاطر دغه ښار ته ورغلي، اوس د کرونا ویروس سره سخت لاس او ګریوان دي. د ښخولو شرکتونه په دې باندي نه رسیږي، چي مړي دي ژر ښخ کړي.

Coronavirus USA New York Zahl der Toten steigt
انځور: picture-alliance/AP/J. Minchillo

اکثره هغه مسلمانان چي د ټکسي چلونکو، په اشپزخانو کي د کارکوونکو او یا ساختماني پروژو کي کارونه کوي، تر ټولو ډیر د کرونا پاندمي سره مخامخ دي. د هغوی ځیني کسان په وژونکي کرونا ویروس باندي اخته کیږي او اوس په ډیره تنهايي کي مړه کیږي.

احمد، چي له خپل وراره ظفر سره د «ال ریان» په نامه د نیویارک په کونای ایسلنډ کي د دفن کولو شرکت لري او د یوه مسجد څنګ ته دی، که څه هم د مړو سوو کسانو تعداد نه درجوي، خو په دې باندي پوهیږي، چي د کرونا په سبب ډیر مړه سوي کسان یې ښخ کړي دي. داسي کسان چي اکثره یې په نیویارک یا ټوله امریکا کي هیڅ دوستان او خپلوان نه لري.

احمد د نیویارک ټایمز یوه خبریال ته ویلي، چي په یوه ورځ یې ۷ پاکستانیان ښخ کړي دي. په خبره یې دا یو ډیر لوی چلنج دی، چي دی ورسره مخامخ دی. ځکه چي د اسلامي مقرراتو پراساس باید یو مړی ډیر ژر ښخ او ځنډ پکښي رامنځته نسي. خو «دا اسانه کار نه دی، چي سړی دي په یوه ورځ دومره کسان ښخ کړي.» د احمد په خبره پخوا به یې په ټوله میاشت کي لا اوه کسه نه ښخوله.

په عادی وخت کې د یوه مړي د ښخولو مصارف تر ۲۰۰۰ ډالرو پوره وه، اوس ځیني شرکتونه تر ۱۰۰۰۰ ډالرو غواړيانځور: Reuters/L. Jackson

او که د یو چا خپل پیدا نسي او یا د هغه د ښخولو مصارف ورنه کړي، بیا نو د جنازې د لمانځه پر وخت د اسلامي ټولني غړي پر دې مسأله باندي خبري کوي. د نیویارک د پوهنتون د اسلامي مرکز څخه خالد لطیف وايي، چي« په اسلام کي دا د ټولو ګډ مسؤلیت دی.«

که څه هم د نیویارک مسلمانان پر مختلفو شغلونو او وظایفو باندي سره تقسیم دي، خو په ۳ فیصده سره هغوی د دغه ښار یوه کوچنۍ برخه ده. لطیف چي د نیویارک د بې اتفاقه اسلامي ټولني څخه خبره کوي، وايي، چي په نورمال او عادي وخت کي لا دا سخته وه، چي یو مړی دي د اسلامي مقرراتو سره سم ښخ سي. نو اوس خو تر هغه وختو لا ډیر سخت سوی دی.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د مړو ښخولو قیمتونه ډیر لوړ سوی دي. که په عادي حالاتو کي د یوه مړي د ښخولو مصارف تر ۲۰۰۰ ډالرو پوره وه، اوس ځیني شرکتونه تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پوري غواړي. تر یوه حده پوري هغوی حق په جانب هم دي. ځکه چي کرونا د مړي ښخول سخت کړي او ډیر مصارف ایجابوي.

ځکه نو «اسلامي مرکز»د جنازې د مصافو یوه پروژه پر لاري اچولې ده، چي ورته تقریبأ ۲۰۰۰۰۰ ډالره راټول سوي دي. دا ددې سره کومک کوي، چي د مړي خپلوان د هغه د ښخولو دپاره لږ پيسې ورکړي.

د راجا عبدالحق په نامه یو بل کس، چي د ۹۰ اسلامي ټولنو یوه اتحادیه یې جوړه کړې ده، د یوې بلي غلطي اوازې خبره هم کوي، چي تر مالي مشکلاتو لا هم خرابه ده. یعني داچي هغه مسلمانان چي خپلوان نه لري، په ډله ایزو قبرو کي ښخیږي او یا حتی سوځول کیږي. خو دغه ادعاوي حقیقت نه لري.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب