1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیا: د انترنت له لارې د ښخولو په مراسمو کې ګډون

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په مادرید کي د مړو د ښخولو دولتي شرکت، د کرونا د بحران له امله د قربانیانو خپلوانو ته دا زمینه برابروي چي د هغو د ښخولو مراسم د تلویزیون له لاري تعقیب کړي. په هسپانيا کې تر اوسه تر ۲۰ زرو زيات کسان په کرونا مړه شوي.

Spanien Corona-Pandemie Beerdigung in Santa Margarida de Montbui
انځور: Imago-Images/Agencia EFE/S. Saez

لکه څنګه چي د «اروپا پرِس» په نامه خبري آژانس د سه شنبه په ورځ د نوموړي شرکت په حواله خبر ورکړی، د قربانیانو دوستان او خپلوان

کولای سي د ویدیو کنفرانس له لاري د هغو د ښخولو په مراسمو کي برخه واخلي.

په هسپانیې کي پر تګ راتګ باندي د سختو قیوداتو له امله، د قربانیانو خپلوان له اونیو راهیسي زیاتره وخت نه سي کولای د خپلو مړو د ښخولو په مراسمو کي ګډون وکړي. په تیره بیا چی تر مړیني لږ وخت مخکي یې لا له هغوی سره اړیکي درلودلي وي، نو باید په خپلو کورونو کي تر اجباري قرنطین لاندي وي.

نوموړی شرکت ټینګار کوي چي دا مراسم کیدای سي په مذهبي او یا هم غیر مذهبي ډول ترسره سي. په دې ډول به خپلوانو ته ددې زمینه برابره سي چی د کرونا د بحران پر وخت ددغه ډول سخت حالت د زغملو له پاره د زړه یو څه تسلیت پیدا سي.

د کرونا د بحران پر وخت قبر کیندونکي، زیاتره وخت مړي په مستقیم ډول له سردخانو څخه هدیرو ته انتقالوي چی بیا وروسته هلته یا سوځول کیږي او یا هم خاورو ته سپارل کیږي

په هسپانیې کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۲۰ زره انسانان په کووید ۱۹ ناروغۍ باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي او څه د پاسه ۲۰۰ زره نورو کسانو کي بیا ددغه ویروس تِست مثبت ختلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب