1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په وينه کې د انتي بادي ثابتول ستونزمن دي

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

تر يوې ميکروبي ناروغۍ وروسته په وینه کې د انتي بادي شتون د دې ثبوت وي چې بدن ميکروب تیر کړی دی او مصئونيت یې پيدا کړی دی. خو داسې ښکاري چې د کوويد ۱۹ په ناروغۍ کې دا خبره دومره آسانه نه ده.

Symbolbild Bluttest Antikörpertest Test Coronavirus
انځور: Imago Images

د ستوني يو څه خارښتېدل او بیا ټوخی او يا هم تبه؟ هر څوک چې غواړي وپوهیږي چې آيا په رښتيا هم په کرونا ککړ شوی وو او که نه، بې تفاوته ده چې علایم يې درلودل او که نه.

ځکه اوس ثابته شوې چې د کوويد ۱۹ په ميکروب ککړ انسان اړینه نه ده چې د دې ناروغۍ ځانګړي علايم هم ولري او يا یې ښکاره کړي. خو په هر حال کې ويروس په وينه کې ثابتېدلی شي يا لږ تر لږه ساينس پوهانو تر اوسه داسې فکر کاوه.

دا په دې معنا هم وه چې هر هغه چا چې کرونا يې تیره کړې بیرته نه مصاب کيږي يعني مصئونيت یې پیدا کړی، بدن یې ايمون شوی او نورو ته دا ويروس نه شي انتقالولی.

ډېر ښه سنجول شوی سیسټم

د انسان د بدن ايمني يا دفاعي سیسټم د ناروغيو د رامنځته کوونکو ميکروبونو پر وړاندې د مبارزې له پاره انتي بادي جوړوي. تر ناروغۍ وروسته دغه انتي بادي په وينه کې د يوه ټيسټ له لاري ثابتېدلای شي او مريض د دغه مشخص ميکروب پر وړاندې مصئونيت پيدا کوي او خوندي کيږي.

ساينس پوهانو د کوويد ۱۹په اړه همداسې فکر کاوه. که په هغو انسانانو کې چې پر دې میکروب تر ناروغه کیدو وروسته روغ شوي، که د ډاډمنې انتي بادي شتون ثابت شي نو دا به د کوويد ۱۹ ناروغۍ په برخه کې نورو معلوماتو ته لار هواره کړي.

مصئون که نه؟

څو وپوهيږي چې په رښتيا څومره کسان په کرونا ويروس ککړ شوي، د انتي بادي آزموينه يې دمګړۍ تر ټولو ښه لاره ده. مصئونيت پيدا شوی او که روغ شوی تن نور ککړولی شي او که نه؟ د دې پوښتنو د ځواب موندلو هڅه پر نورو سربيره د آلمان د لوبيک پوهنتون څېړونکو هم کړې ده.

په څېړنه کې شاملو زياتره ګډونوالو لږ او يا لږ سخت علايم درلودل. په هر څلورم ناروغ کې ساينس پوهانو د پام وړ انتي بادي ونه موندلای شوه که څه هم چې هغوی علايم درلودل.

خو د دې برعکس په هغو مريضانو کې چې تر ککړيدو وروسته یې هیڅ علايم نه لرل، په هرو لسو کې یې دوو د انتي بادي کچه لوړه وه. دا څه د مصئونيت د شتون او نه شتون ترڅنګ دا پوښتنه هم پيدا کوي چې د کرونا د ناڅرګندونو مريضانو شمير به څرنګه معلوم شي؟

د انتي بادي آزموينه څومره ډاډمنه ده؟

تر اوسه د څه نا څه څلورو اونيو موده د انتي بادي د شتون د اطمناني نتايجو د ترلاسه کولو له پاره کافي ګڼل کیدله. انتي بادي يو څه وخت ته اړتيا لري څو یې سړی په وينه کې معلومه کړای شي او دا موده په هر انسان کې مختلفه وي.

انتي بادي يو څه وخت ته اړتيا لري څو یې سړی په وينه کې معلومه کړای شيانځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

ځيني کسان د ناروغۍ تر تیرولو لږ وروسته انتي بادي لري، نور بيا څوو اونيو ته اړتيا لري څو یې په وينه کې د انتي بادي شتون ثابت شي او په ځينو کسانو کې داسې ښکاري چې بدن یې هیڅ انتي بادي نه ده جوړه کړې که څه چې ثابته وه چې دغه کس په کوويد ۱۹ اخته شوی وو. يعني دا يو مبهم حالت او ناڅرګند وضيعت دی.

منظمې آزموينې

د لوبيک د پوهنتون څېړونکو د خپل تحقيق په ترڅ کې د مريضانو په وينه کې انتي بادي د څو اوونيو په واټن سره په څو ځلي ټسټ کړه. نتايج يې له يو ځل ترسره شوې پراخې معاينې څخه مختلف ول.

خو د عمومي طب د آلمانۍ ټولنې څخه هانس بلانکنفيلد او ميشایل کوخن خبرداری ورکوي چې د انتي بادي هر ډول معاينه کولي شي د خطرناکو ناسمو اټکلونو باعث وګرځي. د وبايي مرضونو د آلمانۍ ټولنې مشره ایوا ګريل هم ورته نظر لري.

کله چې د انتي بادي ډېرې آزموينې ترسره کیږي نو له دې څخه مهمې احصايې او معلومات ترلاسه کيږي. خو د يوه کس دا ډول آزموينه آن خطرناکه ثابتېدلی شي. ځکه چې کله معاينې ناسم نتايج وړاندې کړي او هغه کسان چې د انتي بادي شتون پکې ثابت شوی وي، فکر کوي چې د بيا ځلي اخته کیدو ژغورل شوي او نور کسان هم نه ککړ وي. دا ډول ناسم مثبت نتايج کيدای شي غولونکي وي او د کوويد ۱۹ ناروغۍ سره د ناسم چلن باعث شي.

په چين کې ترسره شوې څېړنې

په چين کې هم د انتي بادي د آزموينې په اړه څېړنې روانې دي. چينايي ساينس پوهانو د «نيجر» په مجله کې يوه څېړنه خپره کړې. دغه ساينس پوهان هڅه کوي په دې وپوهيږي چې دغه مصئونيت يا معافيت څومره موده موثر وي. آيا د ټول ژوند له پاره دی او که د وخت په تیريدو سره کمروزی کيږي؟

چينايي څېړونکو په کرونا اخته شوي کسان چې علایم يې نه لرل او هغه چې علايم یې درلودل، معاينه کړي او سره مقايسه کړي یې دي. نتيجه یې دا وه چې د هغو کسانو ايمني يا دفاعي سیسټم چې علایم يې نه لرل د ويروس پر وړاندې یې د هغو په پرتله چې علايم یې سخت ول، لږ غبرګون ښوولی. د کلکو علایم درلودونکو مريضانو دفاعي سیسټم د ويروس په مقال کې قوي غبرګون ښوولی.

د چين د څېړنې يوه بله نتيجه داده چې تر کابو درو مياشتو وروسته د هغو کسانو په بدن کې چې علايم یې ډېر قوي نه ول، د انتي بادي کچه کابو هیڅ د ثابتولو وړ نه وه. دا چې دې مريضانو کرونا تیره کړې او که نه او دا چې مصئون دي او که نه، لا روښانه نه ده.

د مصئونيت په اړه پوښتنه بې ځوابه پاته ده. همدا راز دا هم تر اوسه يوه معما ده چې د یوه انسان په وينه کې څومره انتي بادي بايد وي چې په مرسته یې هغه خپله بيا په دې مرض ککړ نه شي او يا نور ککړ نه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب