1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په پاریس کي په زرونو ډاکټران مظاهرو ته راوتلي

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

 هغوی له نرسانو او روغتیاپالانو سره په ګډه د ډیر معاش او لا ښه کاري شرایطو غوښتنه کوي ترڅو وکولای سي د کرونا پر پاندیمي باندي برلاسي سي. د پولیسو په حواله یوازي په پاریس کي ۱۸ زره مظاهره کوونکي راټول سوي ول.

Frankreich Ärzte-Protesten in Paris
انځور: Reuters/C. Platiau

 په پاریس کي ددغو احتجاجونو په ترڅ کي د پولیسو او له زورزیاتیو ډکو انفرادي ډلو تر منځ اخ و ډب کي ۳۲ تنه نیول سوي دي. داخله وزیر کریستوف کاستانر ويلي دي چي دا هغه اله ګوله کوونکي دي چي دغو سوله ایزو مظاهرو ته ورننوتلي دي.

د کرونا وبا له امله د فرانسې روغتیايي سیستم تر سخت فشار لاندي راغلی. صحي پرسونل له اونیو راهیسي پرته له وقفې کار کوي. دغي موضوع ته د پام رااړولو په خاطر د فرانسې په مونت پیلییر، میتڅ، لیون، نانتیڅ او مارسې کي هم احتجاجونه وسول.

 د صدراعظم ژمني

روغتیا پالان او ډاکټران د ښو تنخوا غوښتلو ترڅنګ، د روغتونونو د ښه سمبالښت غوښتنه هم کوي. صدراعظم اِدوارد فیلیپ صحي پرسونلو ته د تنخواوو د زیاتولو ژمنه ورکړې ده.

د حکومت له خوا په روغتیایی سیستم کي د اصلاحاتو د راوستلو وعده هم ورکړل سوې.

د کرونا وبا پر وخت په فرانسه کي تر اوسه پوري تر۲۹ زرو زیات کسان مړه سوي دي. ولسمشر ایمانویل ماکرون څو وخته مخکي د نورو قیوداتو د ایسته کولو اعلان هم وکړ او په دې ډول یې خپل اولس ته ډیر ژر عادي حالت ته د راګرځیدو وعده ورکړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب