1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کرونا ښايي د نړيوالو شخړو د لا تودېدو لامل سي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د نړيوالي سولي د څيړنيزي موسسې مشر داسي انگيري چي د کرونا بحران پرمهال به نړيوالي شخړي شديدي سي. هغه په دې برخه کي د افغانستان يادونه هم کړې ده.

Irak Coronavirus Protest
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Rubaye

په ستاکهولم کي د نړيوالي سولي د څيړنيزي موسسې مشر دان سميت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۲مه) د «فونکه» په نوم د جرمني د رسنيو گروپ ته ويلي دي چي د کرونا بحران پرمهال به په نړۍ کي شخړي نوري هم شديدي سي.

هغه ويلي دي: «په دې برخه کي به په ځانگړې توگه عراق او سوريه زيانمن سي.» د هغه په خبره «په عراق کي د داعش د پياوړي کيدو نخښي نښاني ښکاري. په يمن کي کيدای سي جگړه زور واخلي او په افغانستان کي بيا د کرونا بحران پرمهال د سخت دريځو وسله طالبانو د بيا پياوړي کيدو تمه کيږي.»

د سولي د دغه څيړونکي په نظر د افريقا په ښکر او لوېديځي افريقا په ځينو برخو کي د بېلگې په توگه نايجريا او مالي له نوو تهديدونو سره مخامخ دي.

د نړيوالي سولي د څيړنيزي موسسې مشر، دان سميتانځور: picture-alliance/TT/K. Tornblom

نوموړي زياته کړې: «د انسانانو هغه شان ملاتړ نه کيږي لکه هغوی چي اړتيا ورته لري، ځکه نو د هغوی ځيني ئې غواړي له وسله والو ملېشو سره يوځای سي، څوک چي له دوی سره خوراکي موادو ته د لاس رسي ژمنه کوي.»

د هغه په حواله داسي غيري دولتي ډلي هم سته چي خپل فعاليتونه ئې درولي دي. په يمن يا فليپين کي بېلابيلو گروپونو د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو گوتريڅ هغه پيغام تر لاسه کړی چي پکښې په نړۍ کي د اوربند غوښته سوې، تر څو له کرونا سره مبارزې ته پاملرنه زياته سي. «نورو ډلو بيا برعکس له بحران څخه خپله گټه اخيستې ده.»

(N.Z/A.W.A(dpa,KNA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب