1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريملین: په اوکراین کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوو

۱۴۰۱ خرداد ۱۴, شنبه

په اوکراین کې د روسېې جګړه له سلو ورځو واوښته او مسکو وايي دغه عمليات به ېې تر هغه وخته ادامه ولري چې خپلو ټولو اهدافو ته رسيدلی وي. اوکراین په ختيځ کې د پرمختګ ادعا کړې او رويټرز وايي چې دوه خبریالان ېې ټپیان شوي دي.

Ukraine I Beschuss durch prorussische Truppen in Luhansk
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

اوکراین وايي، مسکو د اوکراین د ختيځې سیمې دونباس پر نیولو تمرکز لري او دوی توانیدلي چې د شنبې په ورځ د جون میاشتې پر ۴مه د سيورودونیتسک کنډواله شوي ښار د نیولو په موخه د روسيي ځواکونه حمله په شا وتمبوي.

په داسې حال کې چې په اوکراين کې د روسېې جګړه له سلو ورځو اوښتې، اوکراین هڅه کوي په ختيځه سیمه کې د روسېې ځواکونو په مقابل کې مقاومت ته ادامه ورکړي. د ځینو رسنيو له خوا د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، روسيه وايي چې په دغه جګړه کې ېې تر اوسه ۲۳ زره اوکرايني عسکر وژلي او کيف بيا د ۳۰ زرو روسي عسکرو د وژلو ادعا کوي.

د کریملین ویاند، دیمتري پيسکوف ويلي دي چې روسیه به په اوکراین خپلو عملیاتو ته تر هغه وخت پورې ادامه ورکوي چې خپلو ټولو موخو ته رسیدلی وي. خو اوکراین وايي چې په ختيځ کې ېې د روسي ځواکونو پر وړاندې پرمختګ ترلاسه کړی دی.

رويټرز د ختيځې سيمې لوهانسک د مشر له قوله لیکي چې اوکرایني ځواکونو د سيورودونیتسک سيمې شاوخوا ۲۰ سلنه برخه چې په وروستیو کې روسي ځواکونو تصرف کړې وه، بیرته له روسي ځواکونو نېولې ده.

اوکرايني ځواکونهانځور: Andrew Marienko/AP Photo/picture alliance

په رپوټ کې زیاته شوې چې د جمعې په ورځ  په سیمه کې د رويټرز خبري آژانس دوه خبریالان ټپیان شول او يو موټر چلوونکی وژل شوی دی. دغه مرګ ژوبله وروسته له هغې اوښتې چې د خبريالانو حامل موټر د سيورودونیتسک ښار پر لور روان وو او تر برید لاندې راغی.

په داسې حال کې چې اوکراین د روسېې پر وړاندې دفاع له پاره د لويديځ درنو وسلو ته سخته اړتیا لري، خو د دغه هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه ویاند ويلي دي چې کيف پلان نه لري پر هغو توغندويز سیستمونو چې د امريکا متحده ایالاتو له خوا ېې ترلاسه کړي د روسېې په خاوره کې تاسیسات په نخښه کړي دي.

له اوکراین څخه د غلو صادراتو پیل ته هڅې

په اوکراين کې د روسېې له جګړې سره د اوکرايني بندرونو له لارې د غلو دانو په صادراتو کې د ستونزې موضوع پر یوه جدي نړيوالې مسئله اوښتې ده. د رپوټونو پر اساس دا وخت په اوکراین کې په پریمانه اندازه غله د بندرونو د تړل کیدو او په سمندر کې د بمونو د خطر له کبله بنده پاتې ده. حتی پر مسکو تور لګول کيږي چې په لوی لاس د دغو صادراتو مخه نیسي.  

د روسېې ولسمشر، ولادیمير پوتين، بیا هغه ادعاوې رد کړې چې مسکو د اوکراين په بندرونو کې د غلو دانو د صادراتو مخنیوی کوي. پوتين زیاته کړې چې له اوکراين څخه د غلو د صادرولو تر ټولو ښه حل لاره دا ده چې د سپينې روسېې له لارې دې صادره شي البته تر هغه وخت پورې چې پر روسیه باندې لګول شوي بندیزونه جاري وي. د افریقايي اتحاد مشر چې د پوتين سره ېې کتلي دي هم ويلي دي چې پوتین د غلې د صادراتو تسهیل ته تمایل ښودلی دی.

​​​​ترکيې اوکراین څخه د غلو د صادراتو د بيا پیل په برخه کې په خپل يوه پلان کې پرمختګ لرلو ته خوشبيني ښودلې ده انځور: Daniel Mihailescu/AFP/Getty Images

ترکېې هم هیله مندي ښودلي چې د اوکراين د تورې بحیره له بندرونو څخه د غلو صادراتو په تړاو په خپل يو پلان کې پرمختګ ترلاسه او دغه صادرات پیل شي. د ملګرو ملتونو سازمان يو مسئول هم په دې تړاو له مسکو څخه کتنه کړې ده.

د دغه سازمان یوه ویاند ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د مرستو د څانګې مشر په مسکو کې له اوکراین څخه د غلو پر صادراتو چټکې او مهمې خبرې اترې درلودلې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو په عین وخت کې په اوکراین کې د ېوې اوږدې جګړې د ادامې خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان وايي دغه جګړه په سیمه او ټوله نړۍ کې د لوږې بحران ته ګواښ دی.

اروپايي اتحادېه وايي دوی د روسېې د پوځ هغه قوماندانان په تور لیست کې شامل کړي دي چې په اوکراین کې د جنایاتو مرتکب شوي دي.

ديپلوماسي

روسېې آلمان د اروپايي اتحادېې د امنيت پر بې ثباته کولو تورن کړی دی. روسېې دغه خبره داسې وخت کړې چې برلین اعلان کړی چې خپل پوځ تقویه کوي. خو روسېې ويلي دي چې آلمان په «بیا پوځي کیدو» سره د اروپايي اتحادېې د امنيت تعادل خرابوي.

روسيه وايي امريکا پر روسي رسنیو محدودیتونه لګولي او دوې ېې په ځواب کې په مسکو کې د امريکايي رسنيو مشر احضاروي.

د روسېې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په مسکو کې د امریکايي رسنیو مشر ېې د دوشنبې ورځې يوې غونډې ته احضار کړی او دوی به هغه پر روسي رسنیو د امريکا د لګولو شوو محدودیتونو په ځواب کې له سختو اقداماتو څخه خبر کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب