1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

کريم په پنجشېر کې راڅرګند شو او ځان يې بې ګناه وباله

۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه

د افغانستان د فوټبال فدراسيون تښتېدلی پخوانی مشر چې د ښځينه لوبغاړو د جنسي آزار له کبله تعقيبيږي، د جمعې په ورځ بېرته راڅرګند شو او ټول تورونه يې رد کړل.‌ تر دې مخکې ځانګړو ځواکونو هڅه کړې وه چې دی ونيسي.

Afghanistan Karim Keramuddin
انځور: imago/AFLOSPORT

کرام الدين کريم د دوو کلونو راهیسې په لومړي ځل د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۴مه) راڅرګند شو. نوموړی تېر کال د فوټبال د نړيوالې ټولنې فيفا له خوا پر افغان ښځينه فوټبالرو باندې د جنسي تېري په تور پړ وبلل شو. د جولای په مياشت په سويس کې مېشت د سپورټ په چارو کې د تميز محکمې له خوا په ده باندې يو حکم هم جاري شوی دی. افغان چارواکو هم پروسږ کال د کريم د نيولو امر جاري کړی دی، خو نوموړی تر دې دمه نيول شوی نه دی. د اګست په ۲۳مه د ځانکړو ځواکونو يوې ډلې په پنجشېر ولايت کې د کريم د نيولو په موخه شپني عمليات وکړل. داسې باور دی چې کريم په همدغه ځای کې پټ شوی دی. د دغو عملياتو پر مهال افغان ځواکونه له ځايي‌ اوسېدونکو سره ونښتل چې د چارواکو په حواله د چاپې د برياليتوب مخه يې ونيوله. د جمعې په ورځ کريم د پنجشېر په ملسپه کلي کې د کليوالو او قومي مشرانو په حضور کې راڅرګند شو. دغه خبره د فرانسې د خبري اژانس يوه عکاس کړې ده. کريم وويل چې »زه نه تښتېدلی يم او نه مجرم يم.«

نوموړي دغې غونډې ته په خطاب سره دا هم وويل چې »زه به د دې ثبوت ورکړم چې ما کوم جرم نه دی کړی… زه به هر ډول سزا ومنم که زما ګناه په يوه عادلانه او منصفانه محاکمه کې ثابته شي، که نه نو دا هر څه يوازې سياسي تورونه دي.«

کريم له يوې »توطيې« څخه خبرې کوي

د فوټبال پنځو ښځينه لوبغاړو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د کريم له خوا‌ ورباندې د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي. کريم د جمعې په ورځ‌ وويل چې »دغو نجونو ته بډې ورکړل شوي، هغوی ته په غربي هېوادونو کې د  پناه وړانديز شوی دی څو په بدل کې په ما باندې تورونه ولګوي.« تر دې وړاندې کریم دغه تورونه د يوې »توطيې« يوه برخه بللې وه. د فيفا د پرېکړې سره سم د سپورټ د چارو د تميز محکمې ويلي وو چې کريم »بنيادي انساني حقونه تر پښو لاندې کړي او د ځوانو ښځينه لوبغاړو رواني او بدني کرامت او حيا ته يې صدمه رسولې ده. د دغه ټکان ورکوونکي عمل سره هغه نه يوازې د دوی کاري ژوند،‌ بلکې شخصي ژوند ته هم جدي ضرر وارد کړی دی.«

دغه جمله د يادې محکمې په حکم کې راغلې ده. فيفا هم خپل تر ټولو سخت بنديزونه پر کريم باندې وضع کړي دي: عمري بنديز او د يو ميليون سويسي فرانکونو جريمه (چې په هغه وخت کې له تقريبا يو ميليون امريکايي ډالرو سره يې سمون خوړ).

ف.پ./ن.ص./ا.ا.