1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ: افغانستان خپله دوهمه لوبه هم له ايرلنده وګټله

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ ملې لوبډلې، »د افغانستان اسلامي بانک جام« دوهمه شل اوريزه لوبه هم له ايرلند څخه وګتله. په دغې لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه چې په شلو اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو، ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

ICC Cricket World Cup | Pakistan - Afghanistan | Haris Sohail
انځور: picture-alliance/empics/N. French

له ايرلند څخه د افغانستان د اسلامي بانک جام سياليو په لړ کې خپله دوهمه لوبه نن يکشنبه (د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۸مه) له ايرلند څخه د ۲۱ منډو په توپير وګټله.

افغانستان چې په ننۍ لوبه کې يې لومړی توپوهنه وکړه، په  شلو اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۵ منډې جوړې او ايرلند ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. 

په مقابل کې ايرلند د ۶ لوبغاړو په سوځيدو، په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د دغه جام لومړنۍ لومړنۍ لوبه هم له ايرلند څخه ګټلې وه.

د دغه جام دريمه او وروستۍ لوبه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ د مارچ په لسمه ترسره کيږي.

د افغانستان د اسلامي بانک جام، روانې سيالۍ، د هندوستان په  ګريتر نويدا لوبغالي کې ترسره کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل