1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان نن له ويست اينډيز سره خپله دوهمه لوبه کوي

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

نن افغانستان له ويست اينډيز سره د عزيزي بانک جام  د شل اوريزو سياليو په لړ کې خپله دوهمه لوبه ترسره کوي. هاخوا د آسیايي ايمرجينګ لوبډلو جام په سياليو کې عمان نن افغانستان ته د ۱۵۴ منډو هدف ټاکلی دی.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د هندوستان په لکنو کې د افغانستان او ويست اينډيز ترمنځ د عزيزي بانک جام د شل اوريزو لوبو لومړنۍ لوبه د نوامبر په ۱۴مه ترسره شوه چې ويست اينډيز د ۳۰ منډو په توپیر له افغانستانه وګټله.

په دې ترتيب، د نن شنبه ورځ(د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۶مه) لوبه د دواړو ټيمونو له پاره برخليک ټاکونکې ده. افغانستان به ډيره هڅه وکړي تر څو ويست اينډيز پرې نږدې دغه لوبه وګټي، ځکه بايلل يې د ويست ايڼډيز پر وړاندې د جام له لاسه ورکول قطعي کوي.

د افغانستان کريکټ بورډ تيره ورځ په خپل فيسبوک پاڼه د افغان لوبغاړو انځورونه خپاره کړي وو چې د لوبې له پاره تمرينات ترسره کوي.

په لکنو کې تر روانو شل اوريزو سياليو يوازې څو ورځې مخکې، افغانستان او ويست اينډيز درې يو ورځنۍ لوبې هم درلودې چې درې واړه يې ويست انډيز ته بايلودې.

افغانستان تر نړيوال جام وروسته په کريکټ کې ښه نه دی ځلیدلی. سربيره پر دې چې د کريکټ بورد په رهبرۍ او د لوبډلې په منځ کې يو لړ بدلونونه هم رامنځ ته شول، خو لا هم افغانستان په خپلو لوبو کې ښې لاسته راوړنې نه دي لرلي.

په رپوټونو کې تر اوسه نه ده روښانه شوې چې د ويست اينډيز سره په ننۍ لوبه کې د افغانستان کوم کوم لوبغاړي اخيستل کيږي.

په ورته وخت کې افغانستان د اسيايي ايمرجنيګ لوبډلو په جام کې هم خپلې لوبې تر سره کوي. په دغو لوبو کې نن افغانستان له عمان سره لوبه پيل کړې ده. د افغانستان د کريکټ بورډ په حواله، په ننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې عمان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. عمان په ۴۴م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۳ منډې جوړې او افغانستان ته يې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل