1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ: عمر اکمل ولې له لوبو منع شوی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

پاکستانی توپ وهونکي عمر اکمل د دريو کلونو له پاره د کريکټ د هر ډول لوبو څخه منع شوی ځکه چې د روان کال د سوپر ليګ تر لوبو مخکې یې د مالي فساد د یوې قضيې په اړه اړوندو چارواکو ته معلومات نه وو ورکړي.

Cricket Afghanistan vs Pakistan 27.02.2014
انځور: Reuters

د پاکستان د کريکټ بورد د دسپيلين د کميټې مشر فضل ميران چوهان، د دوشنبې په ورځ پر عمر اکمل د بندیز اعلان وکړ. ۲۹ کلن عمر اکمل د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د کريکټ په ملي اکادمۍ کې په يوه استماعيه غونډه کې د ګډون پريکړه کړې وه. د پاکستان د کريکټ بورډ استازيتوب حقوقي مشاور تفضل رضوي، کاوه.

رضوي وویل چې عمر اکمل کولی شي د فضل میران چوهان له خوا د پريکړې د بشپړو جزياتو تر خپرولو وروسته په ۱۴ ورځو کې دننه د دې بندیز پر وړاندې د استيناف غوښتنه وکړي.

پر عمر اکمل تور وو چې يوه تن له ده سره اړيکه نيولې وه او د رشوت وړاندیز یې ورته کړی وو خو هغه نه کريکټ بورد او نه هم د فساد ضد څانګې ته په دې اړه خبر ورکړی وو.

پر اکمل د فبرورۍ مياشتې پر ۲۰ نیټه په موقتي توګه بندیز لګول شوی وو او د پاکستان د سوپر ليګ  په لوبو کې چې د کويټه ګليديترز استازيتوب یې کاوه، د لوبې څو ساعته تر مخه منع کړل شو. رضوي وويل چې هغه نه پوهيږي چې د عمر اکمل بندیز به د دوشنبې څخه (د اپريل ۲۷) او که د فيبرورۍ له ۲۰ نيټې څخه پيل شي.

عمر اکمل ته د پاکستان کريکټ بورد له خوا د فساد د کوډ څخه د سرغړونې په اړه د دعوې خبرتيا د مارچ پر ۱۷مه نیټه ورکړل شوې وه. رضوي وویل چې د عمر اکمل غبرګون ډير «ناڅرګند» وو او همدا وجه وه چې فضل میران چوهان وغوښتل چې تر پريکړې مخکې يوه استماعيه غونډه وکړي او د نوموړي توپ وهونکي نظر واوري.

د پاکستان کريکټ بورد د فساد ضد او امنيت د برخې مسئول آصف محمود، وويل چې دا يو ځل بيا هغو ټولو کسانو ته پر وخت خبرداری دی چې فکر کوي د فساد ضد لایحه ماتولي شي او پوښتنه به ترې نه کيږي.

نوموړي زياته کړه: «زه د کريکټ له ټولو مسلکی لوبغاړو څخه غوښتنه کوم چې د فساد له خطره ځانونه وساتي او که چيرې ورسره یې په اړه تماس نيول کیږي نو ژر تر ژره دې د فساد ضد څانګې ته خبر ورکړي. دا د هغوی، د هغوی د لوبډلې او د هېواد په ګټه ده.»

عمر اکمل چې په ۲۰۰۹ م کال کې د نوی زیلاند پر وړاندې له لوبېدو سره یې نړیوال کريکټ پيل کړ، مخکې هم د دسپلين په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی وو. نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې له بريتانیې څخه هغه وخت بيرته پاکستان ته واستول شو چې د بدني وړتيا ارزونه کې ناکامه شوه.

نوموړي د نوي زيلاند سره په خپله لومړۍ لوبه کې چې يوه ټيسټ لوبه وه، سليزه وکړه. هغه تر اوسه په ۱۲۱ يو ورځنۍ او ۸۴ شل اوریزه لوبو کې ګډون کړی دی. نوموړی په ۲۰۱۹م کال کې تر دوه کلن ځنډ وروسته د سريلنکا سره په لاهور کې د دريو شل اوریزه لوبو لړۍ له پاره ور غوښتل شو خو په لومړيو دوو لوبو کې ښه و نه ځليد.

(bs/ms (AFP