کرکیټ: نیوزیلنډ په دوهمه لوبه کې هم پاکستان ته ماته ورکړه
۱۳۹۶ دی ۱۹, سهشنبهد نیوزیلنډ په نیلسن ښار کې د سه شنبې په ورځ د کرکیټ په پنځوس اوریزه دوهمه لوبه کې هم د پاکستان توپ وهونکي ښه و نه ځلیدل. پاکستان د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۶ منډي وکړې. د پاکستان له لوري ښه توپ وهنه محمد حفیظ، شاداب خان او حسن علي وکړه چې په ترتیب سره یې ۶۳، ۵۲ او ۵۱ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري تر منډو جوړولو وروسته د باران له کبله نیوزیلنډ ته په ۲۵ اورونو کې د ۱۵۱ منډو پوره کولو هدف وټاکل شو، چې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره یې پوره کړ. کله چې لوبه رالنډه کړی شوه نو هغه وخت د نیوزیلنډ کرکیټ ملي لوبډلې په ۱۴ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۶۴ منډې کړې وې.
کله چې تر اورښت وروسته لوبه بیا پیل شوه نو نیوزیلنډ باید په یوولسو اورونو کې ۸۷ منډې کړی وی او لا اته لوبغاړي یي هم پاتې ول. دغه مهال مارتن ګوپتل او زوس تیلر ډیره تیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د نیوزیلنډ له لوري د ګوپتل ښې توپ وهنې لوبډله د بریا ډګر ته ورسوله. هغه ۸۶ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. خو پاکستاني لوبغاړي په ننۍ لوبه کې نه په توپ وهنه کې او نه هم په توپ اچونه کې ښه وځلیدل.
د پاکستان یوه بله بدقستمي دا هم ده چې ښه توپ وهونکی فخر زمان د ټپي کیدو له کبله دغه دوهمه لوبه و نه کړای شوه. د هغه پر ځای امام الحق غوره شوی وو، خو ښه لوبه یې نه وکړه.
توپ وهونکي اظهر علي، امام الحق او بابر اعظم ژر، ژر وسوځیدل خو دغه مهال محمد حفیظ محتطانه لوبه وکړه، خو له بل اړخه نور لوبغاړي یو په بل پسې سوځیدل. کپتان سرفراز احمد هم د پام وړ لوبه و نه کړه.
انتقاد کوونکي وایي که چیرې پاکستان غواړي د پنځو لوبو په دغه لړۍ کې وځلیږي، نو په کار ده چې باتجربه لوبغاړي مسئولیت ته اوږه ورکړي. په دې ترڅ کې د اظهر علي، شعیب ملک سرفراز احمد ځلیدل مهم ګڼل کیږي. د دغې سیریز یا لړۍ دریمه لوبه د جنورۍ پر ۱۳ نیټه کیږي.
عاطف بلوچ (س ر/ ن ز)