1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

کریملین امریکا ته د زیلنسکي پر سفر او وسلو ورکولو انتقاد کړی

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

روسیې امریکا متحده ایالاتو ته د اوکراین د جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي پر سفر او نوو وسلو پر ورکولو باندي انتقاد کړی دی.

Russland Kremlsprecher Peskow
انځور: Alexei Nikolsky/dpa/Pool Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

د کرملین ویاند، دیميتري پیسکوف نن چهارشنبه روسي خبري آژانس انترفکس ته ویلي چي «دا هر څه بیله شکه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج د ډیریدو سبب کیږي او پخپله د اوکراین له پاره هم کوم ښه زیری نه راوړي».

پیسکوف همدارنګه وویل، چي هغه د دې انتظار نه لري، چي زیلنسکي به د امریکا څخه تر راتلو وروسته د مسکو په مقابل کي د نرمښت څخه کار واخلي او خبرو اترو ته به امادګي ښکاره کړي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل