ترمپ او پوتين تېره اوونۍ پر ټیلفون خبرې وکړې او په ادامه ېې دواړو رهبرانو اعلان وکړ چې دوی به په اوکراین کې د جګړې د حل په موخه په بوداپست کې وويني او پرې خبرې به وکړې.
ترمپ وویل چې دغه کتنه به په دوو اونیو کې وشي، خو په دې هکله د کریملین یا د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې ورځې څرګندونو ورته تمه کمه کړې ده.
کریملین وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او دونالد ترمپ تر منځ د کتنې وخت معلوم نه دی او نه هم په دې ارتباط کومه نېټه په نظر کې نیول شوې ده.
د تازه رپوټونو پر اساس، دواړو لورو ویلي دي چې د پوتین او ترمپ کتنې له پاره بشپړ او دقیق چمتووالی لازم دی چې دا وخت ته اړتیا لري.
د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف، د دوشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره د پوتین او ترمپ د غونډې پر چمتووالي وغږېدل او تمه ده چې د غونډې په هکله د لا جزئیاتو له پاره حضوري وويني.
خو د روسیې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن سه شنبه د لاوروف او روبیو د حضوري کتنې په تړاو وویل چې «په دې هکله خبرې کول له وخت مخکې ده.»
د روسیې دولتي خبري آژانس د ریابکوف له قوله ويلي دي چې «د غونډې موضوع په مشخصه توګه نه له ټیلفوني اړيکې مخکې او نه هم د پرونۍ ټيلفوني اړيکې په جریان کې مطرح شوې ده.»
دونالد ترمپ سپینې ماڼۍ ته له راتلو مخکې ادعا کوله چې هغه به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوی او دا ېې د ساعتونو کار ګاڼه، خو د شوو هڅو باوجود تر اوسه په خپل دغه مقصد کې بریالی شوی نه دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه په کراتو په اوکراین کې د اوربند له پاره د ترمپ غوښتنه رد کړې ده. پوتین سربېره پر دې د سختو غوښتنو نوملړ مطرح کړی چې هغه بیا د کیف له پاره د منلو نه دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ، هم ټینګار کوي چې د بوداپست په غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه روسیې ته د اوکراین د خاورې له پرېښودو سره مخالف دی.
د پوتین او ترمپ مخکنۍ کتنه چې په آلاسکا کي وه، په اوکراين کې سولي ته د رسېدو پرسر بې پايلي تمامه سوه.
له آرشیف څخه:
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل درې کاله پوره شول. په دې موده کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوې او اوس اوکراينيان په دې اړه هم ويره لري چې د جګړې پای به څرنګه وي. انځور: Serhii Chuzavkov/Avalon/Photoshot/picture alliance د ۲۰۲۱م کال په ستېلايت انځورونو کې ښکاري چې څرنګه درنې وسلې او پوځيان د روسیې يلنيا ښارګوټي ته څېرمه چې د راټوليدو په حال کې دي. د ۲۰۲۱م کال د نوامبر مياشتې پر ۱۱مه نیټه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، ته خبرداری ورکړی وو چې اوکراين دې نه اشغالوي خو دې د پوتين مخه ونه نيوله او د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ پر ۲۴ نيټه یې پر خپل دغه ګاونډي هېواد يرغل وکړ.
انځور: Maxar Technologies/AFP پر ټول اوکراين راکټي بريدونه د فیبروۍ مياشتي د ۲۴ نيټې د پوځي عملياتو په ترڅ د پلازمينې کيف، اوديسا او خارکيف په ګډون د اوکراين پر يو شمير ښارونو راکټونه ولګيدل. په کيف کې يوې پوځې ودانۍ د بريدونو په ترڅ کې اور واخیست. هغه جګړه چې مسکو یې په ټينګار سره «ځانګړي عمليات» بولې، پېل شوه.
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance په «بوچا کې ستراتیژيک تاوتريخوالي» په څو اونيو کې دننه اوکراينيان وتوانيدل چې روسان له شمالي ښارونو څخه وشړی. د روسان تر وتلو وروسته جنګي جرمونه را ښکاره شول. کيف ته څېرمه د بوچا په سيمه کې د شکنجه شويو او وژل شويو ملکیانو انځورونه ټولې نړۍ ته ورسېدل. د چارواکو په حواله په بوچا سيمه کې تر ۱۱۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي ول. پلټونکو وويل چې شدت د يوه ميتود او ستراتیژۍ له مخې شوی وو.
انځور: Serhii Nuzhnenko/AP Photo/picture alliance د مسکو په حواله په پام کې وه چې د اوکراين «ځانګړي عمليات» به يوازې درې ورځې وخت ونيسي. نن، درې کاله وروسته هم جګړه دوام لري. د جګړې د مطالعې د څيړنیز انستيتويت تازه رپوټونه ښيي چې روسيه اوس د اوکراين ۲۰ سلنه برخه کنترولوي چې زياتره دغه سيمې په ختیځ کې دي. دا نځور د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې د اوکراين په ختیځ دونيڅک کې اخیستل شوی وو.
انځور: Sofiia Gatilova/REUTERS د روسیې رایه اچوونه؛ له نړيوالو حقونو څخه څرګنده سرغړونه د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې روسیې په يو اړخیزه توګه د اوکراين څلور سيمې لوهانسک، دنيڅک، زاپوريژيا او خیرسون چې ټولټال څه نا څه ۹۰ زره مربع کيلومتره ساحه ده، الحاق کړه. يو کال وروسته یې په دې سيمو کې د روسیې د سيمه ایزو ټاکنو په چوکاټ کې رایه اچوونه وکړه. په دې رايه اچوونه کې چې له «نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه» وبلل شوه، د پوتين، د متحدې روسیې ګوند په هره سيمه کې تر۷۰ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS په میليونو بې کوره شوي د مهاجرو په توګه ژوند کوي د اوکراين جګړې په ميليونو انسانان تېښتې ته اړ کړل چې په دې ترتيب په اروپا کې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مهاجرت يوه بې ساري څپه رامنځته شوه. د ملګرو ملتونو په حواله په اوکراين کې د نښتو له کبله ۳،۷ ميليونه انسانان بې ځایه شوي. تر ۶ ميليونو ډېرو یې بيا اوکراين پريښی او د اروپا پر لور تللي چې زياترو یې په آلمان او پولند کې پناه اخیستې.
انځور: Filip Singer/EPA-EFE ماريوپول: د اوکراين د مقاومت ښار په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې له لوري د ماريوپول د جنوبي ښار کلابندۍ ۸۲ ورځې دوام وکړ. پر ښار درنه بمباري وشوه او د اوکراين پاتې جنګيالو د فولادو په يوه فابريکه کې ځانونه بند کړل.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance له روسیې سره د کريميا يوازنۍ اړيکه د کريميا پل د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالي سره د اروپا تر ټولو اوږد پل دی او د روسیې جنوب د کريميا له نيمه ټاپو سره نښلوي. د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې دا پل د اوکراینيانو له لوري د ځای پر ځای کړل شوي بم په وسيله زيانمن شو او يوازې قسماً د استفادې وړ وو. د ۲۰۲۳م کال په جولای کې دې پل ته يو ځل بيا اوکرايني ځواکونو زيان ورساوه.
انځور: Alyona Popova/TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۳م کال د جون پر ۶ نيټه يوې چاودنې د کاخوفکا بند زيانمن کړ. اوکراين او روسیې پر يو بل باندې د دې بند د ويجاړولو پړه ور واچوله. دا بند هغه وخت د روسیې په کنترول کې وه. د بند زيانمنېدو په نتيجه کې را وتلی سېلاب د يوه چاپيريالي ناورين باعث شو چې په زرونه کورونه یې زيانمن کړل او احتمالاً په سلونو کسانو یې له کبله ژوند له لاسه ورکړ. خبريالانو وروسته وموندله چې روسیې قصداً د مړو شميره کمه ښوولې وه.
انځور: Libkos/AP Photo/picture alliance د انرژۍ زيربناوې په نخښه شوي روسیې په سسټماتيکه توګه د اوکراين د انرژۍ زيربناوې په نخښه کړي. څېړنې وايي چې پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړې جګړې تر پېليدو يو کال وروسته د اوکرين ۷۰ سلنه د حرارتي بريښنا دستګاوې له منځه تللې وې. د ۲۰۲۴م کال په سبتمبر کې دغه شميره ۹۵ سلنه ته پورته شوه.
انځور: Sergey Bobok/AFP د روسیې پر خاوره د اوکراين بريد د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د اوکراين وسله والو ځواکونو په لومړي ځل د روسیې په خاوره کې تهاجمي عمليات پېل کړل. پر سرحدونو د لږ مقاومت سره تر مخامخيدو وروسته دوی وکولای شول چې په لومړي سر کې په کورسک سيمه کې تقریباً ۱۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه ونيسي. خو اوکراين له هغه وخت راهېسې د نيول شوې ساحې دوه پر درېمه بیرته له لاسه ورکړې ده.
انځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images روسیې او اوکراين دواړو ډرونونه يا بې پېلوټه الوتکې د کشف او څار له پاره کارولي دي او همدا شان د هدفونو د په نخښه کولو په موخه هم. کارپوهان وايي چې په اوکراين کې کابو ۱۰۰ بېلا بېل ډوله ډرونونه کارول شوي دي.
انځور: Serhii Nuzhnenko/Radio Free Europe/Radio Liberty/REUTERS له درو کلونو راهیسي جګړې پر اوکراين باندې تلپاتې نښې پرېښې دي. د هېواد په ختيځ او جنوب کې يو شمير کلي او ښارګوټي د روسیې په بريدونو کې ويجاړ شوي او اوس د ارواحو په ښارګوټو بدل شوي. د دنيڅک سيمې د بوهوروديچنه ښارګوټی په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د درنو حملو ښکار شو او اوس کابو ټول خالي دی.
انځور: Mykhaylo Palinchak/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.
انځور: Ukraine Presidency/ZUMA/picture alliance