1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: د اسيا جام سیاليو ته افغان لوبډله اعلان شوه

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

افغانستان د آسیا د راتلونکي جام سیالیو له پاره د خپلو لوبغاړو نوملړ خپور کړ. د افغانستان کريکټ بورډ، سه شنبه د اګست په ۱۶مه وويل چې د دغه بورډ د غوراوي کمېټې نن د «راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.»

Afghanistan U-19 Cricket-Mannschaft
انځور: ACB Media

زیاته شوې چې په ټيم کې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی او هغه قیس احمد، شرف الدین شرف او نجات مسعود دي.

د سرچېنې په حواله، په دغه نوملړ کې محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ويکټ ساتونکی)، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، راشدخان، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد او مجیب الرحمن شامل دي. 

دغه سیالۍ په متحده عربی اماراتو کې د روانې اګست مياشتې په ۲۷مې پيليږې چې د سپتمبر تر ۱۱مې به ادامه ولري.

د غوراوي کميټې مشر، نورالحق ملکزي له قوله ويل شوي دي چې د اسيا جام سیاليو په نوم لړ کې سميع الله شینواري ته هم ځای ورکړل شوی دی، سربیره پر دې چې هغه « د ۲۰۲۰ مارچ میاشتې راهیسې کومه نړیواله لوبه نه ده کړې.»

افغان لوبډله له بنګله ديش او سريلانکا سره په ب ګروپ کې ده چې خپله لومړنۍ لوبه به د اګست په ۲۷مه له سریلانکا او دوهمه به د اګست په ۳۰مه بنګله ديش سره ترسره کوي. دغه سيالۍ په شارجه لوبغالي کې ترسره کيږي.

په الف ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان او یوه بله لوبډله شامله ده چې هغه به د متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، کویټ او سنګاپور لوبډلو له منځه دغه پړاو ته لاره موندونکی ټیم وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل