1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

کرېملېن: اوکراین ته ورکړل شوې اف-۱۶جېټ الوتکې به «وويشتل شي»

۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبه

کريملین ويلي دي چې اوکراین ته هره ورکړل شوې اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکه به په نخښه او راوغورځول شي او دغه الوتکې د جګړې په ډګر کې لږ موثریت لرلی شي. رپوټونه وايي د متحدینو له خوا ژمنه شوې لومړنۍ جيټ الوتکي کیف ته رسېدلي دي.

کیف تمه لري چې د دغو نوو ورسېدلو الوتکو په مرسته به ځان د روسي الوتکو له بمباریو په بهتره توګه محافظت کړي
کیف تمه لري چې د دغو نوو ورسېدلو الوتکو په مرسته به ځان د روسي الوتکو له بمباریو په بهتره توګه محافظت کړيانځور: Piroschka Van De Wouw/REUTERS

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین دغه څرګندوني تر هغو رپوټوڼو وروسته کړي دي چې وايي د متحدینو لومړنۍ اف-۱۶ جنګي الوتکې اوکراین ته رسېدلي دي.

د کريملین ویاند ديمتري پيسکو، د یادو جنګي الوتکو په هکله وويل: «د هغو شمېر به په تدريج راکم شي، هغوی به په نخښه او راوغورځول شي، خو په یقین سره چې دغه تحويلېانې به په جنګي جبهو کې د پېښو په پرمختګ کې د پام وړ اغیز و نه لري.»

اوکراین له څه باندې دوو کلونو راهیسې له خپلو غربي متحدینو د امریکا ساخت دغو جنګي جيټ الوتکو غوښتنه کوله.

اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکې له لسیزو راهیسې د هغوی دقت، سرعت او واټني وړتیا له پاره ستاینه او تبلیغ شوی دی.

د کریملین ویاند، دیمتري پيسکوفانځور: Mikhail Tereshchenko/TASS/dpa/picture alliance

کیف تمه لري چې د دغو نوو ورسېدلو الوتکو په مرسته به ځان د روسي الوتکو له بمباریو په بهتره توګه محافظت کړي.

د ناټو سازمان ګڼو غړو هيوادونو اوکراین ته په متفاوتو شمېرو کې د دغو جنګي جيټ الوتکو د اکمال ژمنې کړي او پيلوټان او عملې ته ېې د میاشتو میاشتو روزنې ورکوي.

په وروستیو میاشتو کې چې روسيې پر اوکراین خپلو بمباريو ته زور ورکړی دی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، له خپلو متحدینو سره غونډې درلودې. هغه په دغو غونډو کې د اوکراین د دافع هوا سیستم پر ملاتړ ټینګار کاوه او دا موضوع ېې د اجنډاو په سر کې وه.

زیلنسکي په می میاشت کې د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ويلي ول چې هيواد ېې د روسيې هوايي چلند سره د برابرۍ له پاره شاوخوا ۱۳۰ اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکو ته اړتیا لري.

اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکې له لسیزو راهیسې د هغوی دقت، سرعت او واټني وړتیا له پاره ستاینه او تبلیغ شوی دیانځور: Defense Ministry/ZUMA Press Wire/IMAGO

خو د اوکراین متحدینو تر اوسه له دغه هېواد سره د ۱۰۰ اف-۱۶ جيټ الوتکو ژمنه کړې ده. په احتمال سره اکثره دغه الوتکې به د پيلوټانو تر کلونو روزونې او پرواز ته د هغوی تر اماده کېدو وروسته، اوکراین ته ورسيږي. 

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه (09.05.2022 ):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل