1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرېکټ؛ آسترالیا له افغانستان سره د لوبو سیریز لغوه کړ

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

آسترالیا له افغانستان سره د کرېکټ د درو لوبو لړۍ لغوه کړې ده. د آسترالیا کرېکټ بورډ د دې دلیل د ښځو پر حقونو نور لګول شوي محدودیتونه یاد کړي دي.

Emirates Asia Cup Cricket
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په پام کې وه چې د آسترالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان له لوبډلې سره په مارچ میاشت کې په متحده عربي آماراتو کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړی وای. د آسترالیا د کریکټ ادارې ویلي دي چې د خپل هیواد له حکومت سره یې تر سلا مشورې وروسته دغه سیریز لغوه کړی دی.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغه سخت دریځې ډلې پر ښځو بیلا بیل محدودیتونه وضع کړي دي چې پکې د ښځو سپورت هم شامل دی.

متحده عربي امارات به راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د کريکت «کور» وي

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۱۲مه) په یوه بیانیه کې د استرالیا د کرېکټ ادارې «کرېکټ استرالیا» ویلي دي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او پارکونو او ورزشي کلبونو ته د هغوی پر تګ د وروستیو بندیزونو له کبله یې دغه تصمیم نیولی دی.

د آسترالیا د کرېکټ ادارې دا هم ویلي دي چې دوی د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځو د کرېکټ ودې ملاتړ ته ژمن دي او په خبره یې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو له پاره د شرایطو د ښه کیدو په تمه د افغانستان د کریکټ بورډ سره په اړیکه کې وي.

په بیګ باش لیګ کې له فاروقي سره قرارداد لغوه شوی

تر دې دمخه د ۲۰۲۱م کال د نومبر په میاشت کې آسترالیا له افغانستان سره یوه تېست لوبه د همدې ډول دلایلو له کبله لغوه کړې وه. د تیر کال په دسمبر میاشت کې طالبانو پوهنتونو ته د نجونو په تګ هم بندیز ولګاوه.

 

   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل