تمیم اقبال چې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو، لوبډلمشر وو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «تیره ورځ د افغانستان پر وړاندې لوبه زما وروستۍ نړیواله لوبه وه.» هغه په سملاسي توگه له هر ډول نړیوالو لوبو څخه د تقاعد اخیستو اعلان وکړ.
هغه په اوښکو ډګو سترگو دغه اعلان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړ چې په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې خپریدی.
هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې «د دې پریکړې تر شاه کوم ناڅاپی علت نه شته او له یوه وخت راهیسې مې په دې هکله فکر کاوه. څو ورځې دمخه ما په دې هکله د خپلې کورنۍ له غړو سره خبري کړي دي. زما په فکر دا دې پریکړې له پاره سم وخت وو.»
افغانستان بنګله دیش ته په ستر توپیر ماتې ورکړه
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تمیم اقبال خپله دغه پریکړه دوه ورځې وروسته له هغې وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د درو لوبو لړۍ په لومړي لوبه کې یې د لوبیدو اعلان وکړ. هغه له دې کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو چې د هغه وخت له سختو انتقادونو سره مخامخ شو چې سل په سله تندرست نه وو.
د بنگله دیش د کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن هم د انتقاد کوونکو په سر کې وو او د لوبغاړو مسلکیتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی وو.
په آسیا کپ کې افغانستان له چا او کله لوبې لري؟
ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸م کال آسیا کپ د سپتمبر میاشتې په ۱۵ نیټه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شي. په دې جام کې یو ځای لا هم خالي دی چې د کوالیفایر سیالیو ګټونکی به دغه ځای ډک کړي.
انځور: Getty Images/William Westد ۲۰۱۸م کال د آسیا کپ سیالیو مهالویش تائید شوی دی. تر اوسه پورې افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګلدیش هغه هیوادونه دي چې په دې سیالیو کې برخه اخلي. په دې سیالیو کې یو خالي ځای به د متحده عرب اماراتو، سنګاپور، عمان، نیپال، مالیزیا او هانګانک ترمنځ د روانو سیالیو اتل ډک کړي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooksد دې لوبو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د روانو کوالیفایر سیالیو اتله لوبډه قرار لري. په ب ګروپ کې بیا سریلانکا، افغانستان او بنګله دیش دي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhootد دې سیالیو لومړۍ لوبه د سپتمبر میاشتې په ۱۵ نیټه د متحده عرب اماراتو په دوبی ښار کې د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ وشي.
انځور: picture-alliance/empics/A. Davyد سیالیو دویمه لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۱۶ نیټه د پاکستان او د کوالیفایر سیالیو د اتل ترمنځ ترسره کیږي. تر اوسه د کوالیفایر سیالیو اتل لا معلوم نه دی.
انځور: Reuters/P. Childsد سپتمبر میاشتې په ۱۷ نیټه به افغانستان د خپلې لومړۍ لوبې له پاره د ابو ظبي په ښار کې له سریلانکا سره د لوبې میدان ته ووځي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/S. Paulد سپتمبر میاشتې په ۱۸ نیټه بیا هندوستان په دوبی ښار کې د کوالیفایر سیالیو له اتل سره د لوبې میدان ته وځي.
انځور: Reuters/P. Childsد سپتمبر میاشتې په ۱۹ نیټه به د تیر کال سیالیو اتل یعنې هندوستان خپل بخت له پاکستان سره وازمويي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarد دې سیالیو په ګروپي سیالیو کې وروستی لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۰ نیټه د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ پلان شوې ده. دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې پلان شوې ده.
انځور: Reutersد دې سیایلو سوپر فور یا د څلورو غوره لوبډلو لوبې بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه پیلیږي. د سوپر څلور پړاو لومړۍ لوبه د الف ګروپ د ګټونکي او د ب ګروپ د دویم مقام لرونکي ترسره کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Ellisد سوپر څلور دویمه لوبه هم د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه د ب ګروپ د ګټونکي او د الف ګروپ د دویم مقام لرونکي ترمنځ ترسره کیږي.
انځور: picture-alliance/Zumapress/T. Basnayakaد سوپر څلور د لړۍ دریمه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۳ نیټه د الف ګروپ د ګټونکي او د الف ګروپ د دویم مقام ترمنځ ترسره کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Uz Zamanد سوپر څلور پنځمه لوبه هم د سپتمبر میاشتې په ۲۳ نیټه د ب ګروپ د ګټونکي او د ب ګروپ د دویم مقام لرونکي ترمنځ ترسره کیږيږ
انځور: APد دې لړۍ شپږمه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۵ نیټه د الف ګروپ د ګټونکي او د بې ګروپ د ګټونکي ترمنځ ترسره کیږي.
انځور: Reutersد دې لړۍ وروستی او اومه لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه د الف ګروپ د دوهم مقام لرونکې لوبډلې او د بې ګروپ د دویم مقام لرونکې لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.
انځور: Getty Images/J. Mansfieldد آسیا کپ پای لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۸ نیټه د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې ترسره کیږي.
انځور: Getty Images/William West تمیم اقبال د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په ۲۱ توپونو ۱۳ منډې کړې وې. افغانستان دغه لوبه په ۱۷ منډو وګټله.
۳۴ کلن تمیم اقبال د بنگله دیش له پاره په ۲۴۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۸۳۱۳ منډې کړې وې چې پکې ۱۴ سلیزي هم شاملې وې. دا د یوه بنگله دیشي لوبغاړي تر ټولو زیاتې منډې دي. تمیم اقبال په ۲۰۲۲م کال کې له ۲۰ اوریزو هم تقاعد اخیستی وو.