د کرېکټ نړېواله شورا وايي چې هند به تر ۷ کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره د کريکټ په راروان پنځوس اوریز نړېوال جام سیاليو کې د پاکستان کوربتوب وکړي. دغه جام په اکتوبر میاشت کې پيليږي چې ۴۶ ورځې به ادامه ولري.
د آرشیف انځور - په دوبۍ کې د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړېوال جام له بهیره د هند او پاکستان لوبغاړي ویرات کولي (په منځ کې) محمد رضوان او بابر اعظم. انځور: Francois Nel/Getty Images
اعلان
د فرانس پریس په حواله، دغه سیالۍ به د اکتوبر په پنځمه په حیدر آباد کې د نړۍ په تر ټولو ستر لوبغالي کې د اینګلند او نیوزیلند تر منځ لوبې سره پیل شي. په پام کې ده چې د دغه جام پایلوبه هم په همدغه لوبغالي کې وشي.
د هند او پاکستان سیالي چې تر ټولو ډېره انتظار لرونکې بلل شوې، د اکتوبر په ۱۵مه به ترسره شي. هند به تر دې مخکې د اکتوبر په ۸مه له استراليا سره خپل بخت وآزمويي.
د لوبو د مهالویش اعلان په دې دلیل د اونیو له پاره وځنډېډ چې پاکستان هندوستان ته له سفر کولو انکار کاوه. جوړجاړی وروسته له هغې رامنځ ته شو چې پاکستان په سپتمبر کې د ېوې هایبريدي ماډل آسیا کپ سیالیو له کوربتوب سره موافقه وکړه.
په کرېکټ کې د پاکستان او هند ترمنځ لوبې ډېر کتونکي لري چې د نورو په پرتله له احساساتو هم ډېرې ډکې وي. د ۲۰۱۹م کال پنځوس اوريز نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر منځ لوبه ۲۷۳ میلیونه خلکو کتلې وه.
د هند او پاکستان د کرېکټ ټیمونو له ۲۰۱۲م کال راهیسې په خپلو کې د یو بل په خاوره کې سيالۍ نه دي کړي. د دواړو هیوادونو ترمنځ همدارنګه له ۲۰۰۷م کال راهیسې تيست لوبې هم نه دي شوي. پاکستان به د ۲۰۱۶م کال د شل اوریز نړېوال جام سیالیو وروسته، سږکال د لومړي ځل له پاره د هندوستان په خاوره کې لوبه کوي.
د هند او پاکستان د کرېکټ په څرنګوالي کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدې مودې کړکيچن سیاسي مناسبات هم رول لري.