1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د نیکه پر مړي د ناست ماشوم انځور د خلکو غوسه راپارولې»

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د نښتې وروسته یو ملکي کس ووژل شو. د وژل شوي کس پر سينه د لمسې د ناستې انځور په کشمیر کې د خلکو غوسه راپارولې ده.

Indien Srinagar Sopore | Tote nach Rebellenangriff | 3-Jähriger
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Mattoo

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د یاغیانو او د نیمه پوځي ملیشو ترمنځ د نښتې وروسته د یوه ملکي وګړي تر وژل کیدو وروسته د چهارشنبې په ورځ احتجاجونه وشول.

په سلګونو کسانو د سرینګر په ښار کې د وژل شوي کس د جنازې په مراسمو کې احتجاج کاوه او «موږ له هند څخه آزادي غواړو» شعارونه یې ورکول.

د بشیر احمد خان، د وژلو پړه پر نيمه پوځي ځواک اچول کيږي. د هغه وراره فاروق احمد، د فرانس پريس خبري آژانس ته ویلي: «ځایي خلک وایي چې بشیر احمد خان له خپله موټره راایستل شوی او د ځواکونو له لوري وژل شوي.»

خو د هند تر ادارې لاندې د جمو او کشمیر پولیس د بشیر احمد خان، د کورنۍ ادعا رد کړې. پولیسو «د ناسمو رپوټونو او اوازو په هکله د قانوني اقدام» ګواښ کړی دی.

د رپوټونو له مخې د هند تر ادارې لاندې کشمیر د سوپور کې په سیمه کې یاغیانو د یوه مسجد له انګړ څخه د نیمه ملیشو ځواک پر ګزمې باندې برید کړی. په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو یو کس وژل شوی دی.

د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې بشیر احمد خان، د سوپور په ښار کې د ساختماني چارو څخه لیدنې ته روان وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري له خپل موټره راښکته کړی شو او ووژل شو.

د کشمیر د پولیسو عمومي مشر وي جی کمار، د پيښې تر رامنځ ته کیدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خان، هغه وخت ووژل شو چې له خپل لمسي سره د خوندې کیدو له پاره په منډه وو. پولیس وایي چې هغه د یاغیانو په ډزو لګیدلی.

کمار په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د خان کورنۍ ځکه پر امنیتي ځواکونه د هغه د مړیني پړه اچوي چې له «یاغیانو څخه ډاریږي.»

د بشير احمد خان وژنه په ټولنیزو رسنیو کې هغه مهال د غوغا د رامنځ ته کیدو سبب شوه چې کله په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د درې کلن لمسي عياد انځور خپور شو چې له خپل نیکه سره مل وو.

په دغه انځور کې عیاد د خپل ۶۵ کلن نیکه پر جسد باندې ژاړي. د خان کورنۍ ادعا کوي چې عیاد د جسد پر سینه کښینول شوی او بیا یې یوه کس انځور اخیستی.

ځایي پولیسو هم د پېښې وروسته د پولیس له یوه افسر سره د عیاد یو انځور خپور کړی. پولیس ادعا کوي چې دغه ماشوم یې په «سوپور کې د ترهګریز برید» وروسته له فیرونو ژغورلی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د هند څانګې ویلي دي چې د یوه کوچني هویت په ډاګه کولو سره چې د پيښې شاهد وو، ځایي پولیسو  د ماشومانو د ساتنې او خوندیتوب د قانون له یوې مادې څخه سرغړونه کړې.

وي جی کمار په خپل مطبوعاتې کنفرانس کې دې ته اشاره وکړه چې ښایي پولیسو کې یوه تن د عیاد انځور اخیستی وي.

هغه په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «د عملیاتو سیمې ته له ګرځنده موبایل سره تګ غلط دی. زه به دا یقیني کړم چې کله چې پولیس د عملیاتو سیمو ته ځي له ځانه سره موبایل ونه لري، ځکه ښایي ژوند یې په خطر کې واچوي. هر چا چې دغه انځور خپور کړی له قانوني عمل سره به مخامخ شي.»

د جمو او کشمیر دوو سترو سیاسي ګوندونو ملي کنفرانس (ان سي) او د خلکو دیموکراتیک ګوند (پي ډي اف) د پيښې د څیړولو غوښتنه کړې ده. 

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب