1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلاين: کيپا آلمان پوري تعلق لري

۱۳۹۸ خرداد ۱۱, شنبه

د يهوديانو سره د ضديت پر وړاندي د مبارزې له پاره د آلمان ځانګړي مامور فليکس کلاين يو بحث په لاره اچولی چې په آلمان کي يهوديان څنګه محفوظ کيدلای سي. هغه اوس يهوديانو تر منځ د همغږۍ له پاره د کيپیا په سر کولو غوښتنه کړې.

Deutschland Der Antisemitismus Beauftragte der Bundesregierung Felix Klein
فليک کلاينانځور: imago images/epd/C. Ditsch

د آلمان حکومت د يهودي ضديت سره د مبارزې د  چارو مشر فليک کلاين د دې غوښتونکی شوی تر څو يهودي ژوند د آلمان د ټولنې د يوې برخې په توګه حفاظت شي.

هغه دويچه وله ته پر خپلې دغې غوښتنې د ټينګار په کولو وويل چې «موږ ټول» بايد د یهودانو د مذهبي نارينه و د سنتي خولې د په سر کولو په اړه خپله همغږي ښکاره کړو. هغه زياته کړه: «کيپا آلمان پورې تعلق لري او تل د آلماني کلتور يوه برخه او يهودي فرهنګ په توګه پاتې شوې ده. موږ پر دغه امر ټينګار کوو چې د شنبې په ورځ کيپا په سر کوو.»

د دغو څرګندونو دليل په اصطلاح د القدس له لاريون څخه دی چې د روژې مياشتې په پای کې د آلمان په ډيرو ښارونو کې ترسره کيږي. تمه ده چې يوازې په برلين کې ۲۰۰۰ کسان په مظاهرو کې ګډون وکړي، تر څنګ به مخالفې مظاهرې هم ترسره کيږي.

القدس د بيت المقدس له پاره عربي نوم دی، دا هغه ورځ ده چې د دغه ښار د بيا فتح کولو له پاره د ايران له بلنې سره تړاو لري. په آلمان کې د يهوديانو مرکزي شورا بيا د دغو مظاهرو پر لاره اچولو باندې نيوکې کړي دي.

کلاين وايي کيپا يا د يهوديانو سنتي خولۍ د آلماني کلتور يوه برخه دهانځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

کلاين دويچه وله ته وويل چې «دا په مطلقه توګه له تصوره لرې ده چې په ۲۰۱۹م کال کې په آلمان کې د يهوديت ضد شعارونه واورو، هغه هم په ځانګړې توګه د برلين ښار په مرکزي او يوه ډيره سيمبوليکه سيمه «کروفورستن دام» کې.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين، د آلمان حکومت د يهوديت ضد د چارو له دغه سياستوال څخه ملاتړ کړی دی. هغه د يهوديت ضد ټولو ستونزو پر وړاندې مبارزه د ټولو اتباعو مکلفيت بللی دی.  

شتاين ماير پرته له دې چې د القدس له لاريون څخه يادونه وکړي، وويل چې دا د دولت يوه مهمه دنده چې د ضرورت پر وخت له يهوديانو څخه حفاظت او عمل وکړي. دغه امر «د مظاهرو او عامه مراسمو له پاره هم اعتبار لري. موږ نه شو کولای دا ومنو، که چيرې يهوديان زموږ په واټونو کې د کيپا د په سر کولو جرئت ونکړي.»

د کيپا د په سر کولو په اړه بحثونو، وروسته له هغې زور واخیست چې کلاين د تيرې اوونۍ په پاې کې سپارښتنه وکړه چې يهوديان دې هر وخت او هر ځای کيپيا نه په سر کوي. تر هغه وروسته د اسرائيلو ولسمشر رووين ريولين د کلاين دغه خبرې «يهودي ضديت پر وړاندې تسليمدل» وښودل.

کلاين دويچه وله سره په مرکې کې وويل غوښتل يې تر څو په دې وسيله ذهنونو ته ټکان ورکړي. کلاين پر دې ټيڼګار کوي چې د يهوديت ضد مفکورې پر وړاندې دې لا جدي چلند په نظر کې ونيول شي. په دې لړ کې يوه هم دا مسئله په نظر کې نيول شوې چې د حکومت او ايالتونو له خوا دې راتلونکې اوونۍ د يهوديت ضد يا يهودستيزې اړوند يو کميسيون جوړ شي.

کلاين زياته کړه: «موږ بايد په دې برخه کې لاس په کار شو، چې نه يوازې دې اداراتو ته د يهوديت ضد جرمونو رپوټونه ورکړل شي، بلکه د پخوا په پرتله دې په لا ځواکمنې توګه تر محاکمې لاندې ونيول شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب