کلنتن: د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې مهمې دي
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر، سره په لندن کې تر لیدو وروسته ویلي دي چې هغه ډاډه ده چې پاکستان او امریکا به پر ستونزو سربیره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
د هغې په وینا دواړو هیوادونو ته دا ضروري ده چې خپلې اړیکي پخواني حالت ته راولي. هغې زیاته کړې ده چې پاکستان او امریکا دې ته ژمن دي چې په گډه د خپلو اړیکو د سمولو په موخه کار وکړي.
د کلنتن او کهر تر منځ دغه خبرې په لندن کې د سومالیې په اړه د جوړ شوي کنفرانس په حاشیه کې تر سره شوي دي. دغو دوه چارواکو د شاوخوا ۹۰ دقیقو له پاره له یو بل سره خبرې کړي دي.
د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې د تیر کال د نومبر د میاشتې راهیسي ډیرې ترینګلې شوي دي. په دغه میاشت کې د ناټو د یوې څرخي الوتکې په برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول. پاکستان اوس له امریکا سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه کوي.
کلنتن یوه مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي دي چې هغه په دې خبره اعتراف کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ کله نا کله ستونزي رامنځ ته شوي دي خو د هغې په خبره د امریکا او پاکستان تر منځ خپلمنځي درناوی پر ځای پاته دئ.
ویل شوي دي چې کلنتن کهر ته ویلي دي چې متحده ایالات د پاکستان د پارلمان دې غوښتنې ته چې د دواړو هیوادونو دې بیا تر کتنې لاندې ونیول شي درناوی لري. زیاته شوې ده چې کلنټن د اړیکو د سمولو په موخه د ګډ کار په اړتیا ټینګار کړی دﺉ.
سید ریاض (د رویټرز خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش