کلنتن: له روسیې سره جوړونکې خبرې شوې دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهد امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنتن، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغې مرستیال بیل بورنس، په کابل کې د اسیا د زړه هیوادونو د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره لیدلي دي:
«زما مرستیال بیل بورنس په کابل کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یوه جوړونکې غونډه درلوده. موږ د ټولو موضوعگانو په اړه سره توافق نه لرو خو زموږ خبرې اترې دوام لري.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، به په راتلونکې اونۍ کې په مکسیکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وویني.
تر دې مخکې هیلری کلنتن د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې روسیه سوریې ته د جنگي څرخي الوتکو په استولو سره په دې هیواد کې تاوتریخوالی زیاتوي. روسیې د کلنتن د دې څرگنونو به اړه غوسه ښودلې وه. کلنتن همداراز ویلي وو چې اوس روسیه سوریې ته د جنگي الوتکو د استولو په حال کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې ویاندې ویکتوریا نولاند، د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې هغه رپوټ منلې وو چې پکښې راغلي وو چې دا الوتکې لا پخوا سوریې له روسيې څخه اخیستې وې او اوس یوازې د ترمیم له پاره روسیې ته استول شوې دي.
نولاند خبریالانو ته وویل: «دغو الوتکو د شاوخوا شپږو میاشتو له پاره په جگړه کې ونډه نه درلوده. دا الوتکې په وروستیو کې ترمیم شوې دي.»
نولاند زیاته کړه: «زموږ اندیښنه دا ده چې دا الوتکې به هم د هغې موخې له پاره وکارول شي چې اوس په سوریه کې نورې الوتکې کارول کیږي. دا موخه د ملکي کسانو وژنه ده.»
د نیویارک ټایمز ورځپانې د یوه روسي چارواکي په حواله لیکلي دي چې روسیه له سوریې سره پر خپلو قراردادونو باندې عمل کوي او د ملگرو ملتونو کومه پریکړه تر پښو نه لاندې کوي.
روسیه د بشارالاسد د رژیم له ملاتړو څخه ده. د بشارالاسد پر رژیم باندې تور لگول شوی دئ چې په سوریه کې د ملکي کسانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.
هیلري کلنتن چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، او د جنوبي کوریا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره ئې په یوه گډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې اوس ډیره مهمه ده چې په سوریه کې روان حالت ته د پای ټکی کښیښودل شي. کلنتن وویل: «موږ غواړو چې په سوریه کې روان حالت ژر پای ته ورسیږي او د کوفي عنان د سولې پلان پلي شي.»
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض