کلنټن ترکیې ته رسیدلې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبهاعلان
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د سوریې د کړکیچ په اړه د ترکیې له مشرانو سره د خبرو اترو په موخه نن استنبول ته رسیدلې ده. کلنټن افریقا ته د خپل لس ورځني سفر وروسته ترکیې ته رسیږي.
د کلنټن سفر په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې واشنگټن د جمعې په ورځ د سوریې د تیلو پر یوه شرکت سیترول باندې د بندیز د لگولو اعلان وکړ. دغه بندیز له دې امله لگول شوی دئ چې دغه شرکت له ایران سره تجارتي معاملو ته ادامه ورکړي.
په عین وخت کې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت دا هم ویلي دي د لبنان د حزب الله ډله ئې هم په تور لست کې شامله کړې او پرې بندیزونه وضع شوي دي. د امریکایي چارواکو په وینا کلنټن به په ترکیه کې د دغه هیواد له ولسمشر، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني.