کلنټن: طالبان دي د القايدې سره اړيکي وشلوي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبهپه افغانستان کی روانی شخړی ته د پای ټکی د ایښودولو لپاره د القاعدی سره د د طالب جنګیالواړیکی شلول د امریکا لخوا یو مهم شرط ګڼل کیږي ترڅو دوي د سولی په پروسه کی شامل کړای شی. کلنټن ویلی چی طالبان باید د تشدد څخه لاس په سر او د افغانستان اساسی قانون ته غاړه کیږدي.
کلنټن په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کی د سی شنبی په ورځ د خپروی شوی مقالی په اړه چی د امریکا متحده ایالاتو د د طالبانو سره مخامخ خبری اتری کړي، په اړه هیڅ تبصره ونکړه.
کلنټن د اروپایی ټولنی د باندنیو چارو د مشری کاترین اشتو سره تر لیدو وروسته ویلي « اوس مونږ په افغانستان کی ډیری رابطی لرو، چی دغه رابطی په مختلفوسطحو کی قرار لري تر څو له دغه طریقه مونږ د افغانانو د سولی د پروګرام څخه ملاتړ وکړو.» هغی زیاته کړه: « د هغه رابطو په اړه زه تاسو ته جزیات نه شم در کولی، مونږ په څو څو واری دا ویلي چی مونږ د افغانستان د سولی د پروسی څخه حمایت کوو.»
واشنګټن پوسټ ورځپاڼی د یو افغان چارواکی په حواله لیکلی وو چی د امریکا د متحده ایالاتو یو نماینده لږ تر لږه دری واری په قطر او المان کی د طالبانو د یو نماینده سره لیدلي چی په دغه ترڅ کی ورستی لیدنه اته یا نهه ورځی د مخی شوی وه او د طالبانو دغه نماینده ملا محمد عمر ته نږدی کس بلل کیږي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی