کله چې د ساوت دیکوتا ایالت رای پر دواړو داوطلبو وویشل شوې نو روښانه شوه چې هیلري کلنټن د اړیونو رایو څخه هم پسې زیاتې یعني ۲۳۸۲ رای اخیستې وې. په پای کې دې ټول ټال ۲۸۴۲ او سیال یې بیرني ساندرز، ۱۸۶۵ رای واخیستې. سیندرز په خپل ټاټوبي ویرموند کې چې د الفبا په حساب یې د رایو اعلان په آخر کې وشو، یوه لویه غونډه درلوده او له دې څخه په استعفادې سره نوموړي د دې غوښتنه وکړه چې د ګوندي کانګرې مقررات باید مات کړل شوي وای او په ملي کنواسیون کې ګډون کونکو نیخ په نیخه د کلنتن څخه حمایت کړی وای او دا یې د کاندیدې په توګه نومولې وای.
سیندرز پر خپلو پلویانو د کلنټن څخه د ملاتړ غږ وکړ او سمدستي ټولو استازو په یوه غږ د «اې» یعني «موافق یو» په ویلو سره کلنټن ته رای ورکړه. په دې توګه دا ۶۸ کلنه میرمن د امریکا متحده ایالاتو د تاریخ لومړۍ میرمن شوه چې د امریکا د دوو سترو ګوندونو څخه د یوه له اړخه په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه اخلي. پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: سیالان پر متحدینو بدل شول نوموړې پخوانې وزیره د رای ګیرۍ پر وخت حاضره نه وه او دا ستر سټج یې په وروستي ځل خپل ګوندي سیال بیرني سیندرز ته پرې ایښې وو. سیندرز د ګوند د ملي کنواسیون د مخه پر خپلو پلویانو له کلنټن څخه د ملاتړ غږ کړې وو. خو نوموړي بیا هم له دې څخه صرف نظر ونه کړ چې په دې لویه غونډه کې د خپلې سیالې په مقابل کې رای ګیرۍ ته ودریږي که څه هم د ګوندي کانګرې تنظیمونکو د یوې «هماهنګه» رای ګیرۍ هیله درلودله. خو د رای اچونې وروسته له راڅرګندیدو سره دې ځيرک سیاستوال بیا د تنظیمونکو دغه هیله پوره کړه. د استازو د تشویقي نعرو په بدرګه نوموړي د هیلري کلنټن بری تائيد کړ او خپل پلویان یې د بریالۍ کاندیدې د پلویانو سره یو کړل او په دې توګه یې د یوې سختې انتخاباتي مبارزې وروسته د امریکا د ډیموکرات ګوند «یو متحد انځور» وړاندې کړ.د بل کلنټن راڅرګندیدل ماښام ناوخته بیا بل کلنټن باید د کنواسیون کډونوالو ته وینا کړې وای. پخواني ولسمشر یوه ډيره شخصي وینا وکړه چې له ډیرو له خوا د کلنټن له اړخه خپلې میرمنې ته د مینې د اقرار په توګه وارزول شوه. هیلري کلنټن د غونډې په پای کې بیا له نیوریارک څخه نیخ په نیخه په یوه لنډه وینا کې له استازو څخه مننه وکړه او ویویل چې د امریکا د لومړۍ ښځینه مشرې په حیث د دوی په مرسته تاریخ له نوي سره لیکل غواړي. په پام کې ده چې نوموړې به د پنجشنبې په ورځ په فیلادیلفیا کې له استازو سره مخامخ شي.
د هېلري کلنټن مېړه او پخوانی ولسمشر بل کلنټنانځور: Reuters/J. Young د نړۍ شل ځواکمني ښځې څوک دي؟
د فوربس معتبر مجله هر کال د نړۍ د سلو بانفوذه او ځواکمنو ښځو نوملړ خپروي. د دې نوملړ په سر کې د شپږم پرله پسې کال له پاره د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل راغلې ده. د دې نوملړ له شلو لومړيو کسانو سره اشنا شئ. انځور: Emmanuel Dunand/AFP/Getty Images د آلمان صدراعظمه د شپږم کال له پاره د دې نوملړ په سر کې ځای لري. دا چې هغې په خپل هیواد کې ډیر شمیر کډوال ومنل او د اروپا مشري یې په لاس کې نیولې دي، د فوربس مجلې په حواله هغه لاملونه دي چې دا یې د نوملړ په سر کې راوستې ده.
انځور: Emmanuel Dunand/AFP/Getty Images د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، د پخواني ولسمشر میرمن او په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو احتمالي نومانده د فوربس د نوملړ دویم ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sachs دغه میرمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي بانک مشري بر غاړه لري. هغه لومړي ښځه ده چې د دې بانک مشري یې پر غاړه اخیستې ده. هغه د فوربس نوملړ په دریم ځای کې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Krupa د مایکروسافت شرکت د مشر میرمن ملیندا ګیتس، د خپل بشري فعالیتونو له کبله په نړۍ کې ډیر شهرت لري. هغه د «بیل او ملیندا ګیتس» سازمان د مشري په توګه فعالیت کوي.
انځور: Getty Images دغه میرمن له ۳۶ کلونو راهیسې د جنرال موتورز شرکت له پاره کار کوي. هغه اوس د دې شرکت اجرائیه وي رییسه ده. هغه توانیدلې ده چې د جنرال موتورز شرکت د فروشاتو کچه لوړه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa لاګارد د فرانسې په تاریخ کې لومړۍ ښځه وه چې د دارایي وزارت مسوولیت یې پر غاړه واخیست. هغه همداراز لومړۍ ښځه ده چې د پیسو د نړیوال صندوق مسوولیت یې هم پر غاړه اخسیتې ده. هغې د یورو کړکیچ پر مهال مهم نقش ولوبوه. د هغې د کار لومړي دوره پای ته رسیږي خو بیا هم د دې صندوق مشري ته نومانده ده.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Thew سندبرګ له هارورد پوهنتون څخه فارغه شوې ده او په فیسبوک کې یې د عملیاتو د مشرې په توګه کار پیلولو مخکې د څو کلونو له پاره په کوګل کې کار کړی وو. هغه اوس د نړۍ د بډایه ښځو له ډلې څخه یوه ده چې د پیسو اندازه یې له یو میلیارد ډالرو څخه ډیره ده.
انځور: picture-alliance/dpa دا میرمن د ګوګل شرکت اجراییه وي رییسه ده او د ګوګل میرمنې په نوم شهرت لري. د ګوګل شرکت لومړی دفتر په ۱۹۹۸ کال کې د همدې میرمنې د کور په ګراج کې جوړ شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Google Inc. ویتمن په ۲۰۱۰ کال کې د کلفورنیا د ګورنرې په توګه نومانده وه خو هغه د دې دندې په ترلاسه کولو و نه توانیده. خو هغه اوس هم ډیر ښه کار لري او د هیولت پاکارد شرکت رییسه ده. د دې شرکت کلنۍ ګټه ۵۲ میلیارده ډالره ده.
انځور: picture-alliance/dpa هغه د سانتاندر ډلې د مدیره هیت مشره ده. هغې به هارورد پوهنتون کې زده کړې کړي دي. هغې ته څو مجلو د اروپا د تر ټولو موثرې مدیرې لقب ورکړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/C. de la Torre جیني رومتي د «ای بي ام» شرکت یو ځل بیا ډیر ښه موقعیت ته ورسوه. هغه څلور کاله کیږي چې د دې شرکت مشري پر غاړه لري.
انځور: Reuters پارک ګون هي د سویلي کوریا لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره ده. د هغې هیواد د نړۍ څوارلسم لوی اقتصاد دی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د خپل هیواد مشره شوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Wandera میشل اوباما د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د میرمنې په توګه له ډیر نفوذ څخه برخمنه ده. هغې د حقوق په رشته کې زده کړې کړي دي او سپینې ماڼۍ ته تر رسیدو وروسته یې ډیر ټولنیز کارونه ترسره کړي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Harnik هغه د پیسي کو شرکت اجراییه وي رییس او د مدیره هیت مشره ده. د هغې شرکت په نړۍ کې د څښاک د تولید دویم تر ټولو لوی شرکت دی.
انځور: picture-alliance/dpa آرنتس د بربری ډلې د مشرې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر معاش ترلاسه کړ. هغه اوس د اپل شرکت د پلورنځایونو مشره شوې ده او د اپل شرکت دویمه صلاحیت لرونکي غړي ګڼل کیږي.
انځور: Reuters ابیګیل جانسون له ۲۰۱۴ کال راهیسې د «فیدلتي» شرکت اجراییه وي رییسه ده. تر هغې مخکې یې پلار د دې شرکت مشري پر غاړه لري. دغه شرکت د پانګونې په برخه کې دویم تر ټولو لوی شرکت دی.
انځور: picture alliance/AP Images تساس اینګ په اصل کې د پوهنتون استاده وه خو د تایوان په وروستیو ټاکنو کې د خپلې اصلي رقیب په ماتولو وتوانیده او د دې هیواد ولسمشره شوه.
انځور: Reuters/T. Siu هغه د لاتینې امریکا د یوه مهم اقتصادي هیواد ولسمشره ده. دغه ۶۴ کلنه سیاستواله وتوانیده چې د خپل ولسمشري په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۵۰ اصلاحاتي موارد پیاده کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Gonzalez موګریني لومړی د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې او بیا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د سرپرستې په توګه وښول چې د سیاست په ډګر کې ډیره لوړه توانایي لري. هغې له ایران سره د لویدیځې نړۍ په خبرو اترو کې مهم نقش لره.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand سفرا کتز شپږ کلنه وه چې له اسرائیل څخه له خپلو والدینو سره یوځای امریکا متحده ایالاتو ته راغله. هغه اوس د اوراکل شرکت مشري پر غاړه لري. د هغې شرکت په نړۍ کې د پروګرامونو جوړولو له لویو شرکتونو څخه یو دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Cavanaugh
نن، چهار شنبه (د ۲۰۱۶م کال د جولايي ۲۷ نیټه) به برحاله ولسمشر بارک اوباما او د کلنټن له خوا نومول شوی مرستیال ټم کاینه استازو ته ویناوې وکړي.
د نظر پوښتنو پر اساس د تازه ټاکل شوې کاندیدې هیلري کلنټن او جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه د دې د مخالف کاندید دونالد ترمپ ترمنځ سیالي لا پرانستې ده. که څه هم چې په عمومي توګه کلنټن یو څه زیات محبوبیت لري خو په دې وروستیو کې د ترمپ محببوبیت هم زیات شوی دی.