1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کليسا: په پاکستان کې لږکۍ له تاوتريخوالي سره مخامخ دي

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

د پاکستان په تعليمي او تحصيلي ادارو کې مقدساتو ته د اهانت په تور د لږکيو او ليبرالانو پر ضد تاوتريخوالی پر ډېرېدو دی. دا د کليسا د يوې څېړنې پايله ده.

Pakistan Wachmann vor einer christlichen Kirche in Lahore
انځور: AFP/Getty Images/A. Ali

د پاکستان د اسقفانو د کنفرانس د عدالت او سولې د ملي کميسيون (NCJP) يوې څېړنې چې عنوان يې «تعليم او د اديانو آزادي: د واقعيتونو يوه ټولګه» ده، موندلې چې د پاکستان په ښوونځيو او پوهنتونونو کې درسي نصابونه له غيرمسلمانانو سره له تاوتريخوالي ډک تعصب ته وده ورکوي.
دغه خبر د آسيا کاتوليکي مطبوعاتي اژانس يوکانيوز (UcaNews) د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۴مې) ورکړی دی. د يوکانيوز له خوا د عيسويانو تر اختر مخکې له خپرې شوې څېړنې څخه په نقل قول راغلي دي چې «دغه نصاب د اکثريت عقيدې داسې محصلين توليدوي چې نړۍ ليد يې تر ډېره په يوه ملتپاله اسلامي ټينګه عقيده کې ريښه ولري.» په خبره يې دا د ځوانانو په منځ کې داسې افراطي افکارو ته هم وده ورکوي چې «د ګډ ژوند، پرانيستي ديالوګ او تنوع په وړاندې مقاوم وي».

د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه

د پاکستان سترې محکمې يا هاي کورت د ۲۰۱۴م کال په جون کې حکومت ته لارښوونه کړې وه چې د لږکيو د حقونو د ودې او د آيالتي ادارو د تقويې يوه ملي شورا دې رامنځ ته کړي. آيالتي ادارو ته محکمې دا لارښوونه وکړه چې د ديني زغم، د ښوونځيو او پوهنتونونو له پاره د مناسبو تعليمي او تحصيلي نصابونو د ودې او د نفرت خپرونې پر ضد دې پياوړي بنسټونه رامنځ ته کړل شي.
خو سېسيل چاودري چې د NCJP کميسيون اجرائيوي مشر دی، وايي چې د محکمې دغه پرېکړې تر اوسه عملي شوې نه دي. د چاودري په خبره په پاکستان کې د خلکو نه زغم يا تعصب د ديني او مذهبي لږکيو له چوکاټ څخه وتلی او د هېواد د اسلامي ټولنې زړه ته يې هم مخه کړې ده.

KNA/NS/NZ    

د ديني او مذهبي لږکيو په وړاندې د تاوتريخوالي ضد مظاهرهانځور: Reuters/Mani Rana

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب