کمپوتري غله د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونو سيستم ته ور ننوتی
۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبهد امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت، له ډير وخت راهيسي چين تورنوي، چي د سايبري بريدونو له لاري غواړي، د دغه هيواد پوځي تکنالوژۍ او بهرنيو سياسي دريځ ته لار پيدا کړي. پنتاګون وايي چي دا وار د چين د اولسي جمهوريت، کمپيوټري هکرانو د امريکا د مدرنو وسلو د سيسټم تخنيکي جزيياتو ته لار پيدا کړې ده.
د امريکا حکومت يوه دولتي وياند د «واشنګټن پوست» ورځپاڼي هغه راپور تاييد کړی دی، چي د پنتاګون د مشورتي ډلي د يوه باوري رپوټ پر اساس ليکل سوی دی. په رپوټ کي دغه بريد د امريکا متحده ايالاتو پوځي تکنالوژې ته يو خطر بلل سوی دی.
د رواني عيسوي مياشتي په سر کي لا سناتور لينډس ګراهام په کانګرس کي د يوې استماعيه غونډي پر مهال ويلي وه چي «زموږ چينايي ملګرو قاطعانه پريکړه کړې ده، چي هر هغه څه غلأ کړي، چي په مخه يې ورځي.» خو اوس يوازي د معنوي ملکيت خبره نه ده، بلکي د ملي امنيت خبره مطرح ده.
د پنتاګون وياند جورج ليټل، ځکه پر دې خبره ټينګار کړی دی، چي د دفاع وزارت دغه هکري بريدونه ډير جدي نيسي او خپل دفاعي اقدامات يې تقويه کړي دي. خو ده ډاډ ورکړی دی چي واشنګټن د خپلو وسلو پر سيسټم باندي د پخوا په شان پوره باور لري. د امريکا نظامي قابليت او توانايي له منځه نه ده تللې.
د «واشنګټن پوست» په حواله هکران د انټرنيټ له لاري د امريکا متحده ايالاتو د وسلو جوړولو شرکتونو او حکومتي چارواکو پر کمپيوټري سيسټمونو باندي بريدونه کوي.
دوی تر۲۰زيات ډيرو حساسو نظامي ساحو، لکه د «پتريوت توغندی» دفاعي سيسټم، «بلېک هوک» څرخۍ ترانسپورټي الوتکي، جنګي الوتکواو کښتيوو ته لاس رسی پيدا کړی دی. له پنتاګون څخه ويل کيږي چي د دغه امنيتي خلا پراختيا لا تر اوسه پوري پوره معلوم نه ده.
د چين حکومت د پخوا په شان دغه تورونه ردوي او هغه بې اساسه بولي. خو اوس د چين د بهرنيو چارو وزارت دا منلې ده چي دا اصلاً ډيره سخته ده ، چي د هکري بريدونو منشأ پيدا سي.
د سايبري بريدونو شخړي ته د امريکا متحده ايالاتو او چين ترمنځ د مناسباتو د خرابيدو په برخه کي د يوې تر ټولو جنجالي موضوع په سترګه کتل کيږي.
د سپيني ماڼۍ په حواله جمهور رئيس بارک اوباما غواړي چي واشنګټن ته په راتلونکو اونيو کي د چين د دولتي مشر شي جين پينګ د لومړي سفر پر مهال دغه موضوع ياده کړي.