دغه پارلماني کمیټې د مهاجرو له کبله د سکاتلند پر اقتصاد د رامنځته کیدونکو اغیزو تر څیړنې وروسته، د سکاتلندي سیاستوالۍ نیکولا سترجن، دریځ د ملاتړ کولو پریکړه وکړه. له اروپایې اتحادیې څخه د بریتانیې تر وتلو وروسته د اغلې سترجن او لندن حکومت تر منځ د نظر اختلافات لیدل کیږي.
د سکاتلند د قانون جوړونې مجلس له مختلفو ګوندونو څخه د جوړې شوې دغې کمیټې په حواله د سکاتلنډ مخ پر کمیدونکی نفوس یوه لویه ستونزه ده. د دغې کمیتې په خبره په دې وروستیو کلونو کې له اروپایې هیوادونو څخه سکاتلند ته د راغلو ځوانانو له امله د دغه هیواد اقتصادي وده بهتره شوې وه.
له اروپایې اتحادیې څخه د راتلونکو مهاجرو له کبله د سکاتلند پر اقتصاد د پریوتونکو اغیزو په اړه نوموړی پارلماني کمیټې وویل: «کمیته په دې باور لري چې د بریکزیټ له امله په سکاتلند کې د اروپایې هیوادونو د میشتو اتباعو د بیرته ستندیدو خطر موجود دی او په راتلونکي کې د سکاتلنډ پر لور د راتلونکو مهاجر د شمیر کمیدو اندیښنه هم موجوده ده. د دغو چارو په پام کې نیولو سره د سکاتلنډ حکومت ته په کار دي چې د مهاجرو اړوند پالیسیو په برخه کې باید ټول اړخونه وڅیړي او په دې اړه د بریتانیې له حکومت او اړونده ادارو سره خبرې وکړي.»
سکاتلیند د بریتانیا یو له څلورو په اصطلاح ایالتونو څخه دی. تیر کال د بریکزیټ یا اروپایې اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو په اړه ټولپوښتنې پر مهال په مجموعي توګه بریتانویانو له اروپایې اتحادیې څخه د جلا کیدو په حق کې رایه ورکړه، خو د سکاتلنډیانو اکثریت په دغه اتحادیې کې د پاتې کیدو په حق کې رایه ورکړه.
په سکاتلنډ کې واکمن ګوند سکاټش نیشنل پارټي خبردارۍ ورکړی دی چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دغه ایالت به له بریتانیا څخه د جلا کیدو له پاره یو بل ریفرینډم یا ټولپوښتنه وکړي.
اليزابېت دويمه په اصل کي د ۱۹۲۶ کال د اپريل په ۲۱مه زېږېدلې ده. خو دا چي په اپريل کي په بريتانيه کي موسم ښه نه وي، نو دا دود ګرځېدلی چي د هغې د زېږېدني جشن په جون کي تجليل سي. د هغې د ۹۰ کالو کېدو جشن د جون په ۱۱مه نېټه د شنبې په ورځ په لويو مراسمو ولمانځل سو. د آلمان سره د هغې د کورنۍ د ريښو په هکله په راتلونکو انځورونو کي معلومات لوستلای سئ.
انځور: Reuters/S. Wermuth
دوهمه ملکه اليزابت چي اوس ۹۰ کاله عمر لري د ۲۰۱۵م کال په مني کي هغې په ۶۳کاله او ۷ مياشتي سلطنت سره د سلطنتۍ ريکارد مات کړ. دوهمه اليزابت د ۲۰۱۵م کال په جون مياشته کي په څو ورځني سفر آلمان ته راورسېدله. دغه هيواد ته د هغې سفر په حقيقت کي د آبا و اجدا خاوري ته سفر ؤ.
انځور: Getty Images
د بريتانيا په سلطنتي کورنۍ کي د آلمانانو «رگ و ريښه» دومره روښانه ده چي بې بې سي شبکې د جرج اول، د تاج ايښوولو د درې سومي کاليزه په مناسبت د مستندو فيلمونو په جوړولو کي دغي موضوع ته پام اړولی وو. (Georgians: the German Kings Who Made Britain The First) اول جورج: آلمانی پاچا چي بريتانيا ئې جوړه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. van Katwijk
گيورگ لودويگ يا هغه اول جورج لوييز د انگلستان له «هانوفري» پاچيانو څخه لومړی وو چي له ۱۷۱۴م څخه تر ۱۷۲۷م کاله پوري ئې پر لويي بريتانيا او ايرلند باندي حکومت وکړ. د هغه فرمان دغه راز د آلمان په شمال هانوفر کي هم چلېدی. جورج لوييز چي د آلمان په اوسنابروک کي مړ سو دوه اولاده ئې لرل: دوهم جورج او سوفيا چي د پروس ملکه سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
گيورگ اگوست يا هماغه جورج آگوستوس له هانوفر کورنۍ څخه دوهم پاچا وو چي د همدغه ښار د هرن هاوزن په ماڼۍ کي وزېږد او له ۱۷۲۷م کال څخه ئې تر ۱۷۹۶ ميلادي کاله پوري پر لويي بريتانيا او ايرلند پاچاهي کوله. هغه وروستۍ انگليسی پاچا وو چي د جنگ په ډگر کي ئې عسکرو ته قومانده ورکوله.
انځور: picture alliance/akg-images
دريم جورج، د هانوفري سلطنتي کورنۍ دريم پاچا وو چي د ۱۷۶۰م کال د اکتوبر مياشتي له ۲۵ څخه د ۱۸۰۱م کال د جنوري مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري ئې پر بريتانيا سلطنت وکړ. په دغه وخت کي بريتانیا د خپلو مستعمرو تر ټولو مهمه برخه يعني شمالي امریکا له لاسه ورکړه، چي وروسته بيا امريکا متحد ايالات هيواد جوړ سو.
انځور: picture alliance/akg-images
گيورگ آگوست فريدريش يا هماغه جورج آگوستوس فريدريک، په بريتانيا کي د هانوفري کورنۍ څلورم پاچا وو. هغه د ۱۸۱۱م کال د فيبروري مياشتي له ۵ څخه د نايب السلطنه او د پلار تر لېونتوب وروسته ئې د حکومت واگي په لاس کي ونيولې او د ۱۸۳۰م کال د جون مياشتي تر ۲۶ نېټې يا تر مرگه پوري د بريتانيا او ايرلند پاچا او دغه راز د هانوفر پاچا وو.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Donhauser
په بريتانيا کي د هانوفري کورنۍ سلطنت د جورج آگوستوس فريدريک د ورور څلورم ويليام څخه د ويکتوريا ملکې ته ورسېد. هغې هم د آلمان د ساکس-کوبورگ او گوثا کورنۍ له شازاده آلبرت سره واده وکړ.
انځور: picture alliance/akg-images/A. Miles
د ويکتوريا زوی يا ځای ناستي اووم ادوارد په دغه وخت کي د بلي سلطنتي آلمانۍ کورنۍ سلطنت پيل کړی (د آلمان د ساکس-کوبورگ او گوثا کورنۍ) څو وروسته بيا سلطنت فردريک ارنست آلبرت يا هماغه پنځم جورج ته ورسېد. پنځم جورج چي د ملکې اليزابت نيکه دئ، د آلماني ضد احساساتو له کبله ئې په لومړي نړيوال جنگ کي خپل کورنۍ نوم په ويندسور واړاوه. په انځور کي پنځم جورج او قيصر ويلهلم ښکاري.
د سکاتلنډ حکومت ویلي دي چې د دوی د ایالت شرایط د بریتانیا د نورو ایالتونو د وضعیت په پرتله ډیر مختلف دی، له همدې امله له اروپایې اتحادیې څخه تر وتلو وروسته دغه ایالت د مهاجرو په اړه یوې جلا پالیسۍ ته اړتیا لري.
د بریتانیې د لوړمړۍ وزیرې تریسا می په خبره د دوی د حکومت لومړيتوب دا دی چې د اروپایې اتحادیې څخه تر وتلو وروسته د اروپایې ګډ بازار غړیتوب هم ختم کړای شي او د مهاجرو راتګ هم محدود کړای شي.