1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز - په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. وژل شوي د چهار درې ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې په ډله کې يې دوې ميرمنې او یو ماشوم هم شامل دي.

Afghanistan Begräbnis nach Kampf zwischen Taliban und afghanischen Sicherheitskräften
انځور له آرشيف څخهانځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پنځو ملکيانو وژل تائيد کړل. هغه دويچه ويله ته وويل: «په خواشينۍ سره په دشت ارچي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه تنه ملکيان وژل شوي دي.«

مرادي زياته کړه چې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دغه کسان د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې له منځه تللي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئيس، امرالدين ولي هم دغه پيښه تائيد کړه. هغه دویچه ويله ته وويل: «يوه شپه مخکې همداسې يوه پيښه رامنځ ته شوې چې د خلکو په وینا ملکيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.» خو ولي وويل چې د وژل شوو ملکيانو د شمير په اړه دقيق معلومات نه لري.

ولي زياته کړه چې له دوو شپو راهيسې په دشت ارچې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی عزت الله حبيبي چې ځان د وژل شوو کسانو خپلوان ښيي، دويچه ويله ته وویل چې په دغې پيښه کې پنځه کسان وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

حبيبي وويل: «ټول پنځه کسان وژل شوي چې دوه نارينه، دوه ښځې او یو د يوې وژل شوې ښځې ماشوم دی.«

ولایتي شورا وايي له دوو ورځو راهیسې په دشت ارچي ولسوالۍ کې پوځي عمليات روان ديانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

هغه وويل ياد کسان په يوه جنازه کې د ګډون په موخه دشت ارچي ولسوالۍ ته تللي وو چې پرون سهار کندز ښار ته د بيرته راستندو پر مهال، په دښته کې په نښه شوي دي.

د حبيبي په وينا نن خلکو د دغو قربانيانو جسدونه د اعتراض په ډول د کندز ولايت مقام مخې ته وړي ول. هغه وويل له حکومت څخه د اعتراض کوونکو غوښتنه دا وه، تر څو د پوځي عملياتو پر وخت د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي. 

د کندز د والي وياند هم وويل چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام د قربانيانو له کورنيو سره وليدل او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د پيښې په اړه به جدی پلټنې ترسره کيږي.

عصمت الله مرادي وویل دا چې دغه موټر په دښته يا په راڼه ميدان کې په نښه شوی، ښايي لامل يې ناسم کشفي معلومات او یا ناسم کوردينات وي. هغه وويل د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو له خوا په دې هکله جدي پلټنې پيل شوي دي.

د افغانستان په جګړه کې د ملکيانو تلفات يوه له جدي مسئلو څخه ده. تیره اوونۍ په بلخ ولايت کې هم د پوځي عملياتو پر مهال ۷ تنه ملکيان وژل شوي ول.

م ک ص/ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل