کندهارښارـ ۷ پولیس له مسموم کیدو وروسته په ډزو ووژل سول
۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه![Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung](https://static.dw.com/image/19571881_800.webp)
د کندهار په ښار کي يوې سرچینې د نوم نه ښولو په شرط د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون پنځمه) المان ږغ ته وویل چي دوه تنه د مېلمنو په پلمه د جمعې په ماخستن د کندهارښار په پنځمه ناحیه کي د ظریفي مېني په سیمه کي یوې امنیتي پوستې ته ورغلي دي.
سرچینه وايي، یادو مېلمنو پولیسو ته د ماخستن په خوړو کي زهرجن مواد اچولي، چي تر مسموم کېدو وروسته يې ډزي پر کړي او ټول ۷ پولیس يې وژلي دي.
دغه کس زياته کړه: « د پولیسو له وژولو وروسته يې وسلې او د پوستې نور مهمات هم له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.»
په میرویس حوزوي روغتون کي یوتن ډاکټرهم د نوم نه ښولو په شرط المان ږغ ته وویل ، له یادي پيښي ۷ په مرمیو ویشتل سوي جسدونه ور وړل سوي دي: «موږ ته راوړل سوي د پولیسو ۷ جسدونه په مرمیو د بدن پر بېلا بیلو برخو ویشتل سوي دي.»
دا په داسي حال کي ده، چي تیره ورځ په دغه ښار کي یوه پولیسه هم د ناڅرګندو وسله والو لخوا دندي ته د تګ پر مهال په ډزو وژله سوې وه.
تراوسه د پيښي د مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.
محمدابرهیم سپېڅلی/ کندهار