کندهاریان: اختر کې باید پټاکۍ استعمال نه سي
۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبهد کندهار يو زيات شمير ښاريان همدغه خبره کوي او وايي چي داخترپه خوشحاليوکي د مرمیو او پټاکيواستعمال او خرڅول يو زړه زهيرونکى کاردى او بايد ترهر څه لومړى میندې او پلرونه، هټيوال، سوداګر او امنيتي چارواکي په دې لار کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.
د دوي په وينا چي تر ديرش کالو زيات وخت افغانان د همدغه ټکانود لاسه سخت ځورېدلي دي.
د کابلشاه د سيمي يوتن اوسيدونکى مطيع الله وایي: « ټکان دي نه راوړي، د ټکانو پرځاى دي قلم او کتاب راوړي، دا ديرش کاله دا وطن د دغو ټکانو د لاسه بربادسوى دى. جاپان او افغانستان په يوه ورځ ازاد سوي دي، جاپان ته وګوره هريو يې د ځان لپاره موټر لري اوزموږ وطنوال په فقر بل چاته ولاړ دي.»
د ميرز احمدخان د کلاچې اوسيدونکى جمعه خان بیا وایي: « داټکان هروخت خو په ځانګړي ډول په اخترکي خلک ډېرپه عذابوي، دا چنداني کار نه دى زمونږ دا پيغام دى چي دوکانداران دې دغه ټکان نه خرڅوي.»
د لومړۍ ناحيې اوسيدونکي د غلام علي په وینا ټوله بې امنيتي د دغه ټکانو څخه پيښيږي د ټکان خرڅول اوهوايي ډزي کول ښه کارنه دى.
د کندهار د بشري حقونو په سيمه ايز دفتر کي د کوچنيانو د څانګي مسؤل، شمس الدين تنوير، هم دغه خبره کوي او وايي چي دپټکايو او ټکانو د مخنيوي په لار کي ترټو لو زيات مسؤليت والدين، ملي سوداګر او د ګمرک منسوبين لري.
د ده په خبره ټکان د کوچنيانو پر ارواح هم ناوړه اغيزه پرېباسي. هغه وایي:
« ګران والدين بايد د خپلو کوچنيانو په اړه جدي پاملرنه وکړي، زما په نظر مهمه خبره دا ده چي د دې شيانوخرڅلاو په يومخ بندسي، د ګمرک محترم مسؤلين که چيري داپټاکۍ د يوممنوع جنس په توګه وپېژني اومحصول يې نه کړي نوبه ستونزه ترډېره حل سوي وي.»
دکندهارپه امنيه قومندانۍ کي د امنيت امر ،سمونوال شيرشاه يوسفزى، وايي چي دوي لا ترمخه د دې کار د مخنيوي په موخه يو لړ خبرتياوي خپرې کړي، عمليات يې کړي او يو شميرکسان يې هم نيولي چي دامهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي.
« د دې لپاره چي د پټاکي، ټکانو او نورو ناوړه شيانو د مخنيوي په موخه موږ يو شميرخبرتياوي خپرې کړي او د یو لړ عملياتو په ترڅ کي مو نه يواځې دغه ناوړه توکي بلکي يو شمير کسان هم نيولي دي.»
هغه زیاتوي چې د ښار ټولو حوزو ته مو خبر ورکړى چي هر چيري چې داسي څه وويني سمدلاسه باید قانوني چلند ورسره وکړي . د هغه په وینا د سيمي د خلګو څخه هم غوښتي چې دا ډول کسان امنیتي مسؤلینو ته په ګوته کړي.
په کندهار کي خلک په داسي حال کي د پټاکيو او ټکانو د مخنيوي غوښتنه کوي چي په تيرو اخترونو کي د دغسي کړونو څخه نه يواځې يو شميرهستوګنځايونه او هټۍ سوځيدلي بلکي د ځانه سره یې ځاني تاوانونه هم لرلي.
له بل پلوه روغتياپالان د داسي بېځايه ټکانو او پټکايو غږونه او د باروتو بوي د ژونديو موجوداتو لپاره خطرناک ګڼي.
ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض