کندهاریان: توتاپ پروژې ته قومي رنگ ورکول گټه نه لري
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهد کندهار په ستري غونډي او وروسته لاريون کي نن د سه شنبې به ورځ (۲۰۱۶م کال د می ۱۷مه) د ولایتي شورا غړو، قومی مشرانو، سپین ږیرو، مدني فعالانو، استادانو، محصلانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د توتاپ پروژې د مسير په اړه پر ويناوو سربيره په لندن کي ولسمشر محمد اشرف غني ته د يوه افغان سپکاوی هم سخت وغندل سو.
د کندهار يوه مخور رحيم الدين اغا دغه سپکاوی سخت وغانده او هغه يې د ټولو افغانانو سپکاوی وباله. نوموړي د هغه کس له پاره چي د لندن په کنفرانس کي يې د ولسمشر سپکاوی وکړ، د مجازاتو غوښتنه وکړه: «دغسي کسان نورڅه نه لري یوازي د نړيوالو په وړاندي د افغانانو پرلمن تور داغ جوړوي. دغسي کسان په افغانستان کي د هیڅ ملیت استازیتوب نه سي کولای او باید علنی محاکمه سي.»
همدارنګه یوبل قومي مشر حاجي سیف الله بیا له ترکمنستان څخه د راغزیدونکي ۵۰۰ میګاواټه بریښنايي لین غزیدل پر اصلي مسير ټينګار وکړ او دا يې يوه ملي پروژه وبلله.
هغه زياته کړه د دغي پروژې له پاره په ۲۰۱۳م کال کي د تخنيکي ټيم له خوا مسير ټاکل سوی وو او اوس باید دې ته هيڅ بدلون ور نه کړل سي ورکول.
هغه پر خلکو ږغ وکړ چي له دغه ډول ملي مسايلو سره بايد قومي چلند ونه کړل سي، ځکه هره خبره قومي اړخ ته کشول د افغان ملت د ټوټه کېدو لوی سبب ګرځي.
لاریون کوونکو هم د توتاپ پروژې پرخپل اصلي لار د تیریدو شعارونه ورکول او له دولته څخه يې غوښتنه کول، چي د هرچا په خبرو پسي سر ونه ګرځوي او حق حقدار ته ورسوي.
د لاریون کوونکو په خبره دا ملي پروژه ده او هيڅکله به يوه قوم ته اجازه ورنه کړي چي له ملي مسايلو څخه قومي استفاده وکړي. د لاريون په پای کي يو درې ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر سو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په لندن کي وويل: «که د توتاپ پروژه د سالنگ لاري پلې سي ۶ ميليونه خلک ځني گټمن کيدای سي او د باميان له لاري ۲ ميليونه. که د باميان له لاري ئې تيرو ۳ کاله به دا پروژه وځنډيږي ۶۰۰ ميليونه ډالره به تاوان وکړو او ۶ ميليونه خلک به په تيارو کي کښې ني. تاسي قضاوت وکړئ چي له يوې لاري يو لک خلک فايده من کيږي او له بلي لاري ۳ لکه، کومه لار به غوره وي؟»
د يادولو وړ ده چي د دوشنبې په ورځ په کابل کي هم یو پراخ لاریون وسو چي غوښتنه يې د باميان له لاري د توتاپ پروژې عملي کېدل ول.