انځور: picture alliance/dpa/C.-F. RöhrsPAS-Frauenmagazin-1-Frauenaktivistin fordert mehr Möglichkeiten für Frauen Bildu - MP3-Stereo
This browser does not support the audio element.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2015):
په کندهار کې د ښځو لوړ غږ
مریم دراني په کندهار کې ښځو ته مسلکي روزنې ورکوي ترڅو پر خپلو پښو ودریږي، انګلیسي او انترنت ورزده کوي چې له نړۍ سره په اړیکه کې ووسي او د یوې راډیو له لارې یې غږ ټولو کندهاریانو ته رسوي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiمیرمن درانۍ۳۱ کاله وړاندې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال زیږېدلې او په همدې هیواد کې يې تر یوولسم ټولګی پوري زده کړي. هغه اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د وروستی کال محصله ده. خو دا د هغې د ژوند ټوله کیسه نه ده. میرمن دراني په کندهار کې د ښځو له پاره کار کوي او په دې برخه کې یې ډیرې لاس ته راوړنې هم لرلې دي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiمیرمن دراني له ایران څخه تر ستنیدو وروسته خپل کارونه له معلمۍ څخه پیل کړل. خو بیا یې لس کاله وړاندې د «خدیجه الکبرا» ټولنه جوړه کړه. په دې ټولنه کې ښځو او نجونو ته لاسي صنایعې زده کیږي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiپر دې سربیره د میرمن دراني ټولنه کندهاري نجونو ته په وړیا توګه انترنت برابروي او همداراز ورته د انګلیسي ژبې زدکړې ورکوي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiکندهارۍ میرمنې د «ملالې میوندې» په نامه وړیا انټرنیټ کیفي لاسرسی لري او د «زده کړو کور» په نوم د انګلیسي، کمپيوټر او سواد زده کړي به کورس کې په وړیا توګې روزنې ترلاسه کوي. دغه هر څه د میرمن دراني په ابتکار رامنځ ته شوي دي چې به لسهاو ښځې او نجونې ورڅخه ګټه اخلي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiد دې له پاره چې درانۍ د کندهار لیریو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ ورسوي او په یوه وخت کې له ډیرو نارینه او ښځو سره په اړیکه کې وي، مریم دراني په ۲۰۱۱ کال کې د «میرمن» په نوم یوه راډیو جوړه کړه.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiفاطمه د کندهار اوسیندونکې ده چې په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي. هغه اوس په کندهار کې چې ډیری نورې میرمنې په کورنو کې ناستې او د خپل میړه مالي مرستو پورې تړې وي، له خپلې کورنۍ سره مالي مرستې کوي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiدرانی وايي چې ټولنه یې بې وزله میرمنو ته پورونه هم ورکوي. د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعاله وایي چې له دې لارې ډیرې میرمنې پر خپلو پښو باندې دریدلي او د نورو له پاره پر بیلګو بدلې شوي دي.
انځور: DW/M.-I. Spesalaiمریم دراني د خپلو هلوځلو له کبله په نړيواله کچه ستایل شوې او ډیری جایزې یې ترلاسه کړي دي. هغې ته د نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا متحده ایالاتو کې د زړه ورې ښځې، په هالند کې د بیان د ازادۍ جایزې او په ترکیې کې د سولي جایزه ورکړل شوې ده.
انځور: DW/M.-I. Spesalai