1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ته د کجکي برېښنا نوی لاين ورسېد

۱۴۰۱ تیر ۸, چهارشنبه

د کندهار ولايت د برېښنا رياست مسئولان وايي چي کندهار ښار ته د ۲۴ ساعته برېښنا له پاره نوی لاین د کجکي بند د برېښنا له توربینونو سره وتړل سو.

Afghanistan Kraftwerk Kajaki in der Provinz Helmand
انځور: DW/R.Elham

د کندهار د برېښنا شرکت مطبوعاتي ویاند حکمت الله میوندي دويچه ويله ته وويل چي د هلمند کجکي ولسوالۍ د برېښنا درېیم توربین هم د یو ترکي کمپنی په تخنیکي همکارۍ نصب او د لاین نښلولو چاري يې پای ته ورسیدې.

د کجکي بند د دغه دريم توربين په فعاله کيدو سره به د کندهار ښاريانو د څښاک اوبو په ترلاسه کولو کي د برېښنا ستونزه تر يوې اندازي پوري لږ سي. په کندهار کي ډېري کورنۍ د برمو اوبه کاروي چي د برېښنا په نه شتون کي يې دا تر ټولو ستره ستونزه ده.

د برېښنا ریاست د کره شمیرو له مخي اوس کندهار ۱۶۰میګاواټه برق ته اړتیا لري چي په دې وروستیو کي يې د کجکي له بند څخه د ورځي ۴ او د شپې لخوا ۸ میګاواټه برېښنا او یوه لږ اندازه د جنراتورونو او لمریزي برېښنا څخه چمتو کیده چي د خلکو په خبره هیڅ بسنه يې نه کوله.

اوس د کندهار په نژدې درې میليونه نفوس لرونکي ولایت کي یوازي ۷۵ زره کورونه برېښنا لري او پاته نور کورونه له جنراتورونو او لمریزي تختونو څخه کار اخلي.

په کندهار کي د برېښنا کمښت نه یوازي عام خلک له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کړي، بلکي په دغه ولایت کي يې د صنعتي پارک تر دوه سوه زیاتو فابریکو کارونه هم ټکني کړي چي له دې امله تر لس زره زیات کسان وزګار سوي دي.

د صنعتکارانو په خبره، که دا نوی وصل سوی برقي لاین کندهار ته د اړتیا وړ برق ورسوي، نو په کندهار کي به د کورونو او دوکانونو د روښانتیا تر څنګ په زرهاوو کسانو ته هم د تړل سویو فابریکو د بیا فعالیدو په سبب د کار زمینه چمتو او د سرقت زیاتي پيښي چي اوسمهال کندهاریان ورڅخه کړیږي راکمي سي.

د کارخانو مسؤلین وايي چي «د برق په جوړېدو خوشحاله يو، خو غواړو چي دغه برق په عادلانه ډول ووېشل سي.»

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونو رئیس سید محمد سرور اماني هم یادي ستونزي ته په اشارې وايي په دې اړه يې له مسؤلینو سره خبره شریکه کړې او هیله مند دی چي د صنعتکارانو ږغ به اورېدل کیږي.

د کجکي - کندهار لینونو د نوي کولو پروژه د افغانستان برېښنا شرکت د ۲۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت چي اوږدوالی يې ۱۷۰ کیلو متره کیږي ورغول سوه.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب