کندهار ته ۲۳۰۰ کورنۍ پاکستاني بلوځان کوچېدلي
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهد کندهار د کډوالو چارو رياست وايي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان د بلوچستان ايالات څخه تر دوه زره زياتې بلوچي کورنۍ د سپين بولدک ولسوالۍ ته راکډه سوي دي.
د کډوالو د چارو رئيس، محمد اعظم نوابي، وایي چي، دغه کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته د ناامنیو له کبله کوچېدلي دي.
نوابي زیاتو چې تر اوسه پوري نه افغان حکومت او نه هم کومي غیرې دولتي مؤسسې له دغو پاکستاني کډوالو سره مرستې کړي. د کډوالو چارو د رئیس په حواله رياست یې په يوازيتوب نه سي کولای، چې د دغو ټولو ګډوالو سره مرستي وکړي.
افغانستان ته د کوچیدلو بلوچانو په اړه بیا افغانان بیلابیل نظرونه لري. د کندهار د ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي، چي حکومت باید له دغو کډوالو سره تر هغو مرستي وکړي، چي دوی بیرته خپل هیواد ته ستانه سي.
دا په داسې حال کې ده، چي یو شمیر نور افغانان بیا وايي، چي حکومت باید دغه کډوال په ځیر وڅاري. دغه کسان وايي، چي بیره لري د دغو کډوالو په دله کي داسې کسان هم وي، چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره دغه هیواد ته راغلي وي.
کندهار ته د پاکستان د بلوچستان ايالات څخه د بلوچ کډوالو د راتګ بهير له هغه وخته راپيل سوی، چي په خپله خاوره کي يې د حکومت سره پر يو شمير مسايلو وسلوالي شخړي رامنځ ته سوي دي.
دا نه يوازي اوس، بلکي هر کله چي په پاکستان کي د پښتنو او بلوچو له حکومت سره سياسي ستونزي پيدا سوي نو افغانستان ته يې مخه کړې او دلته تر اوږدو کلنو پوري پاته سوي دي .
دویچه ویله/ محمد ابراهیم سپېڅلی
کتونکی: مسعود جهش