کندهار: د برېښنا ستونزي خلګ اندېښمن کړي
۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبهد کندهار اوسیدونکي له دولت څخه غواړي چې دغي ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي. د کندهار یو اوسیدونکی، خوشحال وایی چی په خپل دوکان کي بريښنا په دير نامنظم ډول د د ډیر کم وخت لپار لری:
«اوس بریښنا په 48 ساعتونو کي یوازي دوه ساعته راځي او هغه هم په ډیر کمزور ډول.»
د کندهار د برېښنا رئيس، انجنير فضل احمد، هم د کندهار د ښاريانو ستونزه پر ځاى ګڼي او وايي چي د تيرو څو ورځو راهيسي د يو لړ امنيتي ستونزو له کبله د هلمند ولايت د کجکي له بند څخه کندهار ته د برېښنا يو شمير راغزيدلي مزي پرې سوي او دغه ستونزه يي رامنځته کړې ده.
هغه وايي چي د ستونزې د حل لپاره يې کار پیل کړی دی:
«د کجکي په سيمه کي د يو شمير تخنيکي ستونزو له کبله لين قطع دى، اوس موږ له کجکي څخه برېښنا نه لرو يوازي د ډېزلي برېښنا څخه په نوبت کار اخلو.»
د کندهار د برېښنا رئيس زياتوي چي که څه هم د کجکي بند فعال وي، نو بیا هم د کندهار ښار لپاره کافي برق نه شته، ځکه دغه ښار 50 میګاواټه برق ته اړتیا لري او د کجکي د بند د کار کولو په صورت کی هم کندهار یوازی 32 میګاواټه بریښنا درلودای شې.
د کندهار او هلمند ولايتونو د برېښنا د ستونزي د حل په موخه د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال د هلمند په ولايت کي د کجکي پر بند د برېښنا د توليد دوه توربينونه نصب سول چي په ټوليزه توګه يې 33 مېګاواټه برېښنا توليدوله.
اوس د دغي برېښنا څخه يوازي 12 ميګاواټه برېښنا د کندهار ولايت او پاته نوره يي د هلمند په ولايت کي مصرفيږي.
په کندهار کي د برېښنا د چارواکو په خبره دا مهال د کجکي د برېښنا سربيره دوه نور جنراتوري سټيشنونه د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت تېرکال په کندهارکي فعال سوي چي هرسټيشن یې د 10 ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.
د دغو دوو جنراتورونو سربیره یو بل جنراتور هم په دغه ولایت کې شته چې د استهلاک دوره یې پوره شوې او د ډیرې کمي بریښنا د تولید ظرفیت لری.
دویچه ویله/ محمدابراهيم سپېڅلى
کتونکي: مسعود جهش