کندهار: د زده كړي دوې نوي ودانۍ پرانيستل شوي
۱۳۸۸ شهریور ۳, سهشنبهسل هاووتنه تنكي زده كړيان به په دوووختونوكي خپلي زده كړي پكي پرمخ بوزي.
كندهار والي چه د نوي درسي تعمير جوړيدنه يې د پوهڼي وزارت د پرمختيايي بودجي څخه وباله، زياتي كړه چه دا د دې سيمې خلګو او والدينو ته يولوي خدمت دي چه د دوي د اولادونو د ښي روزنې په موخه ترسره شويده.
همدارنګه پنځو زروتنوتنكيو زده كړيانو لپاره محمود طرزي د ليسي په انګړكي هم د زده كړي يوه نوي وداني جوړه سوي ياده سوي وداني چه ۸درسي او۴اداري خوني لري د۹۵زروامريكائ په لګښت جوړه سويده چه دكندهاردوالي په ويناپه دغه وداني كي به هم زرهاووتنه تنكي ماشومان زده كړي وكړي.
بله خوا ډيركله اكثره پروژو كار د ښه كيفيت پربنياد نه وي جوړي سوي، چې ډير وختونوكي خلګ هم له همدي وجهي دولت پوري نيوكي كوي، او د ساختماني چارو مسؤلين په بډو تورن کوي. كندهار والي چه د زده كړي له نويوجوړي سوي ودانيوڅخه كتنه كوله، د ميزونو اوڅوكيو پركيفيت نيوكي وكړي، او د پوهڼې له وزارت مسؤلينوڅخه يې هيله څرګنده كړه ترڅوقراردادونه د يوتعين شوي محتوي له مخي په ښه ستنډرډ سره پرمخ بوزي.
د يادونې وړ ده چه د ګرمسير سيمو د زده كړيانو دري مياشتني رخصتي مخ په ختميدو دي چه ډيري زده كوونكي به خپل نوي تعليمي كال په دا ډول نويو ښوونيزو تعميرونو كي پيل كړي.
حكمت الله اسلمی
کتونکی: يحيی وردک