کندهار: د ماين په چاودنه کي ۹ کسان وژل سوي
۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه![Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar](https://static.dw.com/image/49640117_800.webp)
د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمال ناصر بارکزي دويچه ويله ته وویل چي نن سهار لس بجې د ارغستان ولسواولۍ د (خشک رود) په سیمه کي د ملکي وګړو موټر د سړک غاړي پر ماین ختلی دی.
د ده په قول، په دې چاودنه کي ۹ ملکیان وژل سوي او ۵ ټپیان دي: «د ملکي خلکو یو عراده موټر، چي د خپلو دوستانو لیدولو ته روان وو، پر ماین ختلی، چي له بده مرغه ۹ تنه وژل سوي او ۵ ټپیان دي. »
د ده په قول، په قربانیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي. یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي چي په ټپيانو کي د ۳ تنو حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي هم ۴ ملکي وګړي د سړک غاړي ماین چاودني ټپیان کړي ول.
د دواړو پيښو د مسئولیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي. په کندهار کي عام خلک، روڼ اندي او د بشري حقونو فعالان په دې اړه اندېښمن دي او په جګړه کي له ښکېلو غاړو غواړي، چي د سولي روان بهیر او د بندیانو د آزادۍ پروسه چټکه کړي، چي د عام ولس تلفاتو ګراف راکښته سي.
دوی وايي، په هره جګړه او چاودنه کي تر هرچا عام ولس ته ډېر تاوان رسیږي چي په حقیقت کي هر دین او مذهب د عام ولس وژنه غندي.
محمد ابراهيم سپيڅلی، کندهار