1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: شاه ولیکوټ ولسوالۍ هم سقوط سوه

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم يې یاد سي نن آلمان ږغ دویچه ویله ته وویل چې یاده ولسوالۍ له اوږدې کلابندۍ وروسته وسله والو طالبانو ونیوله.

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

په سویلي کندهار ولایت کې حکومتي سرچینې وايي چې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ تر اوږدې کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته لویدلې ده. که څه هم د دې ولسوالۍ شا وخوا برخي له تیرو څو میاشتو راهیسي د وسله والو طالبانو په لاس کي وې، خو اوس په دغه ولسوالۍ کي یوازینۍ د ملي اردو قرارګاه د محاصرې په حالت کي پاته ده.

سرچینه زیاتوي: «له تیرو څو ورځو راهیسې د محاصرې له امله خوراکي توکي خلاص سوي، ۲ مړي او ۶ ټپیان راته پراته وو، خو  د مرستې ږغ مو چا نه اورېدی، نو  په وږي نس او نه امکاناتو  ولسوالي نه ساتل کیږي.»

یوه بله سرچینه بیا وايي، چي ولسوالۍ سقوط نه، بلکی تکتیکی شاتګ دی او له ارغنداب ولسوالۍ سره پر سرحدي پوله (سربند) يې کمربند ټینګ کړی دی.

په پنجوايي ولسوالۍ کي یوه بله سرچینه بیا وايي، چي په دغه ولسوالۍ کي د (معصوم غر) په نامه لویه قرارګاه هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

خو وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو دولتي ودانیو ویډیوګانې خپرې کړي، چې وسله وال طالبان پکښي د وسلو په راټولولو بوخت دي.

د یادو سیمو عام خلک وايي، په روانو جګړو کې يې د سر او مال تاوان لیدلی دی

او په خبره يې هر چا، چې توان درلودی له خپلو سیمو را وتلي دي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوتن عبدالکریم، چې دوې ورځې تر مخه کندهار ښار ته راغلی همدغه خبره کوي: «هره شپه مو په ولسوالي کي جنګ ؤ، سړې مرمۍ په کورونو کې موښتلې، چې د سر او مال تاوانونه يې راته رسول.»

اوس مو هم د کور ټول سامانونه پاته دي یوازي په یوه جوړه کالیو کي مو اولادونه راویستلي دي.»

د میرویس حوزوي روغتون مسؤلین هم وايي، چې د یوې میاشتي په دوران کې د دولتي سرتیرو په مرګ ژوبلي سربیره تر ۱۰۰ زیات ملکي کسان ور وړل سوي دي، چې ښځي او کوچنیان هم پکښي دي.

یو تن نوکریوال ډاکټر د نوم نه ښولو په شرط وایی: «موږ ته ۱۳۵ د جګړې ولسي قربانیان راوړل سوي دي، چي ۱۸ يې مړي دي. په دې کې سپين ږیري، ښځې او کوچنیان هم شامل دي.»

همدا نن شنبه هم د پنجوايي ولسوالۍ د (صالحانو) په سیمه کې پر یو کور د هاوان د ګولۍ د لګېدو له امله دوې ښځي او یو نارینه ټپي سوي دي.

اوسمهال ژیړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالۍ تر سختو امنیتي ګواښونو او جګړې لاندي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې میوند، خاکریز، نېش، ریګستان، ارغستان او معروف ولسوالۍ هم په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

امنیتي مسؤلین وايي، هره ورځ په تصفیوي عملیاتو کې په لسهاوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړوي، خو وسله وال طالبان دا خبره نه مني او وايي، ډېر ژر به د پنجوايي او یو شمیر نورې ولسوالۍ هم په مکمل ډول د دوی لاس ته ور ولویږي.

د کندهار ښاریان سخت اندېښمن دي او وايي که جنګ ښار ته را ورسیږي، نو دوی به خپل سر او مال څنګه خوندي کوي؟

محمد ابراهیم سپېڅلی/ کندهار