کندهار: طبي بوټی «انجه» د ورکیدو له خطر سره مخامخ دی
محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه
د کندهار په دريو ولسواليو کې طبي بوټی «انجه» د ورکيدو له خطر سره مخامخ دی. کارپوهان د دې بوټي د ورکيدو ستر علت وچکالي بولي خو د ساتنې له پاره یې باید څه وشي؟
اعلان
د کندهار ریګستان، تخته پل او ښوراوک هغه ولسوالۍ دي، چي د هیواد په کچه یاد طبي بوټي چې «اوښۍ» هم بلل کیږي، پکښي زیات ول خو اوس د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي.په همدې موخه نن پنجشبنه د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست څارنیزه ډله د کندهار دريو ولسوالیو ته تللې ده
انجه یو در ملیز بوټی دی، چي د خوړو په مسالو او ځیني درملو کي کاریږي. دغه بوټی د افغانستان ترڅنګ په ازبکستان او هندوستان کي هم پیداکيږي. د بوټي تنه يې تر ۳ مترو پوري جګیږي او قوي ریښي لري، ګل يې شین او ژیړ رنګونه لري.
د کندهار پوهنتون د کرني پوهنځي فارغ التحصل محمد عثمان برکت وايي، دا په کرنه او طبابت کي یو مهم بوټی دی، چي په یوشمېر اسیايي او اروپايي هیوادونو کي يې خرڅول او رانیول ښه اقتصادي ګټه لري.
دا په داسي حال کي ده، چي په هیواد کي اوږدو کورنیو جګړو، وچکالۍ، کډوالۍ او په دې برخه کي د مسلکي کسانو کمښت نه یوازي درملیز بوټی بلکي د هیواد په بېلا بیلو سیمو کي وحشي ژوي، مرغان، ځنګلونه او ان زراعتي سیمي او سیندونه هم سخت اغېزمن کړي دي.
د سیمي خلک او د کرني مسلکي کسان د کندهار ولایت د طبي بوټو د ارزوني او ساتني دغه اقدام ستايي او غواړي، چي په دې اړه نورو برخو ته هم پاملرنه زیاته سي، ترڅو د
چاپيریال په ساتني سره د خلکو اقتصاد هم پیاوړی او زیاتي چاپیریالي ناروغۍ مهار سي.
زموږ له ارشیف څخه:
د ونو په هکله حيرانونکي معلومات
ونې له اتموسفير څخه کاربون جذبوي، ژويو ته سرپناه برابروي او زموږ پر رواني حالت هم تاثير لري. خو آيا پوهېدئ چې ونې يو له بل سره «خبرې» هم کوي؟
انځور: picture-alliance/ImageBroker/
د ونو ۶۰ زره بېلابېل انواع
د ځمکې په سر تقريبا درې بيليونه ونې شته. دغه خبره د يال پوهنتون څېړونکو په يوه نړيواله څېړنه کې موندلې ده. په دې شمېر کې تر نيمه يي زياتې ونې داسې دي چې يوازې په يو خاص هېواد کې موجودې وي. برازيل، کلومبيا او اندونيزيا د ونو تر ټولو زيات بېل ډولونه لري. بد خبر دا دی چې نن سبا د انسانانو د تمدن د پيلېدو د وخت په پرتله د ونو شمېر ۴۶ سلنه راکم شوی دی.
انځور: picture-alliance/Wildlife
ونې د اقليم په بدلېدو سره «مهاجرت» کوي
ښکاره ده چې ونې خپلې رېښې نه باسي او بل ځای ته ورځي. خو د موجوديت ساحې يې بدلېدای شي چې په دې سره اقليمي فشارونو ته غبرګون ښيي. د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ تر منځ يوه څېړنه ښيي چې ۸۶ څېړل شوې ونې د متحده آيالاتو له ختيځ څخه لويديځ ته «مهاجرې» شوې دي چېرته چې بارانونه ډېر ول. نورو ونو بيا قطبونو ته مخه کړې چې ښايي له تودوخې څخه تېښته وي. د ونو د لېږدېدو سرعت په يوه لسيزه کې ۱۶ کيلومتره اټکل شوی دی.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/R. Linke
ونې ښارونه سړوي یا یي د حرات درجه ټیټوي
ونې نه يوازې دا چې سيوری رابخښي، هغوی د حرارت بدلونونه هم عياروي، د لمر وړانګې جذبوي او د پاڼو له لارې هوا ته اوبه ورکوي. ښاري سيمې کېدای شي په دوبي کې «تاوده ټاپوګان» وګرځي. خو د ۲۰۱۶ کال يوه امريکايي څېړنه ښيي چې چتريو ته ورته د ونو د څوکو ۴۰ سلنه يا لا ډېر پوښښ کولی شي په اوړي کې په ښارونو کې د حرارت درجه تر پنځو درجو پورې راټيټه کړي.
ونې زموږ د ستريس يا فشار کچه راکمولی شي او زموږ پر خوښۍ او روغتيا اغېز لري. ډېرو څېړنو ښودلې چې په طبيعت کې وخت تېرول يا آن له کړکۍ څخه ونو او ګلانو ته کتل د وينې فشار راټيټولی شي، معافيتي يا ايمني سيستم تقويه کوي، د سړي خوب ښه کوي او د وېرې او خفګان کچه راکموي او له عمليات وروسته د ټپونو د رغېدو د چټکتيا باعث ګرځي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
ونې يو له بل سره «خبرې» کوي
ځنګلونه د ارتباطاتو خپل ځانګړی سيستم لري چې د انترنېټ په څېر تر ځمکې لاندې تېريږي. دغه سيستم د غذايي موادو د جذب او له وچکالۍ او ناروغيو د خبرداري ورکولو رول هم لري. ارتباط تر ځمکې لاندې د پوڅکيو د شبکو په واسطه ټينګول کيږي. په عکس کې راغلې بېتولا ونې د څېړونکې سوزان سيمارد په خبره له دې سيستم يا شبکې څخه اوبه، کاربون او غذايي مواد يو بل ته لېږي
انځور: picture-alliance/All Canada Photos
ونې هوا ته هم سيګنالونه لېږي
د نبات خوړونکو حيواناتو په وړاندې ونې څه نه شي کولی. خو ونې داسې کيمياوي مواد بيا هوا ته خوشې کوي چې نورو ونو ته د خطر په هکله پرې خبرداری ورکوي. نورې ونې بيا د نبات خوړونکو په ضد زهري مواد توليدوي چې د عکاسي ډوله ونو پاڼو ته تريخ خوند وربخښي.