1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ـ د کبانو فارمونه تر ۱۶۰۰ زيات سوي دي

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

د کندهار په ښار کي د پخوا په پرتله د کبانو تازه غوښه، زياته، ژر او نسبتا ارزانتره پيدا کيږي. دا په دغه ولايت کي د مخ په ډېرېدونکو فارمونو پايله بلل کيږي.

Afghanistan | Fischmarkt in Kandahar
انځور: DW/M. I. Speasaly

د کندهار د کرهڼي، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس انجینر حفیظ الله سیدي له المان ږغ دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، په دغه ولایت کي تر ۱۶۰۰ زیات لوی او کوچني د کبانو فارمونه په کندهار ښار سربېره په ډنډ، پنجوايي، دامان، ارغنداب او یو شمیر نورو ولسوالیو کي موجود دي.

د سيدي په قول، په هر فارم کي په زرګونو ماهیان ساتل کيږي او په ټولیزه توګه په سلهاوو کسان له دې لاري خپلي کورنۍ ته حلاله روزي پیداکوي.  هغه زياتويي، هرکال له یادو ماهیانو څخه اته زره مټریک ټنه غوښه په لاس راځي، چي پر کندهار، هلمند، زابل، روزګان، ولایتونو سربیره کابل ته هم لیږل کېږي. دغه چارواکی وايي، له یادو غوښو څخه هرکال د کبانو فارم لرونکو ته ۱۲میلون افغانۍ عاید لاس ته ورځي، چي ورځ تربلي نورهم زیاتیږي.

نوموړی زیاتوي: « د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له لاري يې د ۶،۲ میلون افغانیو په لګښت د کبانو د چیچانو د تولید ۲۸ ډنډونه او یوه ودانۍ ورته جوړه کړې ده، ځکه ترمخه به له ایران او پاکستان څخه د کبانو چیچیان راوړل کېدل، چي پر لاري به د اکسیجن د کمووالي له امله زیات مړه کېدل.»
 

سیدمحمد او ولي جان د ډنډ او دامان ولسوالیو هغه دوه تنه اوسیدونکي دي، چي د کبانو فارمونه لري او له خپل کار څخه ډېر خوشحاله دي. دوی وايي، نه یوازي خپله بلکي تر شلو او دیرشو کسانو پوري نورو خلکو ته هم د کار زمینه چمتو کړې ده.

د فارم لرونکو په خبره، ورځ تربلي يې کاروبار وده کوي اود هیواد یوشمیر ولایتونو ته د کبانو غوښي لیږي، چي ډېر مینه وال لري.
سيد محمد او ولي جان وايي چي د کرني ریاست همکاري ورسره سته او د هغوی په همکارۍ لاهم کولای سي، چي خپل فارمونه زیات کړي. سيد محمد وايي: »ترمخه ما یوازي باغواني کول، چي هر وخت به سرګردان وم، خو له هغه وخته، چي مي د ماهیانو فارم ته پام سوی، په ژوند پوه سوی یم او عیالونه مي په یوه ګوله ډوډۍ ماړه سوي دي.« ولي جان اضافه کوي:» زموږ دکاروبار مصرف لږ او ګټه يې زیاته ده. بله داخبره ډېره ښه سوه، چي اوس د ماهیانو چيچیان همدلته په کندهارکي په ارزانه بیه په لاس راځي، ترمخه به نورو وطنونو ته ورپسي تللو. »

په کندهارښارکي دوه نور کسان ګل محمد او محمد اکبر، چي د کبانو له غوښو سره زیاته علاقه لري وايي، په اوونۍ کي دوه یا درې ځله د ماهیانو غوښي کورته وړي، ځکه چي ارزانه، تازه، ګټوره اود خپل وطن تولید دی. د دوی په خبره، ترمخه له نورو هیوادونو څخه د کبانو غوښي راتلي، چي تر غیري معیاري او ان اکثره وخت به يې بد بوی ولاړېدی، مګر اوس هر مهال په خپل ښارکي د کبانو تازه غوښي په مناسبه بیه ترلاسه کولای سي.

په کندهار ښار کي یو تن ډاکټراسدالله پيمان وايي، د کبانو غوښه فوق العاده ویټامین ( اې) لري، چي دغه ویټامین د هرچا په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره، چي د سترګو د کمزورۍ او ځیني نورو روغتیايي ستونزو څخه کړيږي، خوړل يې ډېره ګټه لري.

پخوا به زيات کبان له بهر څخه کندهار ته راوړل کيدلانځور: DW/M. I. Speasaly

د ډاکټرپیمان په خبره، کورنیو ته په کار ده، چي په هفته کي یو واري خامخا د کبانو تازه غوښه وخوري، ترڅو د کورنۍ ټول غړي يې جوړ او له زیاتو روغتیايي ستونزو ژغورلي وي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم(17.06.2017):