1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ـ د ۱۴ کلن هلک د شکنجه او قتل کولو ادعاوي سوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبه

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په (کاریزک) سیمه کي خلک ادعا کوي، چي د یوې امنیتي پوستې قومندان او د هغه څو ملګرو، په امنیتي پوسته کي دننه پر یو ۱۴ کلن هلک جنسي تېری کړی او بيا يې په وهلو وژلی دی. پشپړ راپور يې دلته لوستلای سئ:

Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

د سیمي یوتن اوسیدونکی عبدالباري تور لګوي چي د ځايي امنيتي پوستې قومندان وژل سوی هلک څو واري مخکي هم مجبور کړی ؤ، چي «له دوی سره په پوسته کي پولیس سي، خو هغه دغه خبره نه وه منلې.»

عبدالباري تور لګوي چي پوليسو دوې ورځي ترمخه دغه هلک په یوه پلمه  امنیتي پوستې ته بیولی او هلته يې په زور ډله ییز جنسي تیری پر کړی دی. هغه زياتوي: « داخبره موږ ډېر زهیروي، چي دومره لویه ناروا په امنیتي پوسته کي دننه د امنیتي کسانو له خوا کيږي، نو له نورو خلکو به څه ګیله وکړو؟»

د کلي نور اوسېدونکي هم ادعا کوي چي پر هلک د ډله ییز جنسي تېري کولو وروسته «هغه په وهلو ټکولو وژل سوی چي بیا حال ونه وايي».

تر اوسه یاد قومندان، د ده ملګرو او  په همدې شان د ادعا سوي قرباني کورنۍ  په دې اړه رسنیو ته هیڅ نه دي ویلي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمال ناصر بارکزي له المان ږغ دویچه سره په خبرو کي پر یاد هلک د جنسي تیري دعوه رده کړه. هغه ومنل چي «دغه هلک دوې ورځي ترمخه په یاده سیمه کي نامعلومو کسانو په وهلو ډبولو کي وژلی دی.» 

بارکزي زیاته کړه: « دا د جنسي تیري خبره نه ده، موږ یوازي د خلکو د غوښتني پر اساس یاد قومندان او ورسره څلور تنه نور د کندهار امنیه قومندانۍ ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره راوستلي دي، که چیري په دې اړه نور جزییات په لاس راغلل، نو سمدستي به یې له رسنیو سره شریک کړو.»

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د سیمه ییز دفتر مسؤل سلطان محمد عایل د دغې پيښي په هکله وایي:« هره پېښه، چي بشري حقونه پکښي تر پښو لاندي سوي وي، زموږ د اندېښنې وړ ده او په کلکه يې غندنه کوو.»

دا په داسي حال کي ده، چي تیره اوونۍ د کندهار ښار په عینو مېنه کي دیوې داسي میرمني جسد وموندل سو، چي د سر او مخ پوست يې اړول سوی ؤ. امنیتي مسؤلینو ویلي ول، چي دوی په دې اړه پلټني کوي.

س./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (18.05.2020):