1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

کندهار وروستۍ جګړو په زرونه ماشومان له زده کړو محروم کړي

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

افغان چارواکو ويلي چې د کندهار په يو شمير ولسواليو کې د وروستيو جګړو له کبله ۴۸ ښوونځي تړل سوي دي چې له کبله یې په زرونو ماشومان له زده کړو محروم پاتې دي.

Afghanistan - Schule - Mädchen
آرشیف انځورانځور: picture alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي ویاند نظرمحمد صمیمي له آلمان ږغ دویچه ویله سره په ځانګړې مرکه کي وویل چې په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کي د وروستیو جګړو له امله ۴۸ ښوونځي تړل سوي دي.

د نوموړي په خبره له دې امله اتلس زره زده کوونکي اوس له خپلو کورونو څخه د بېځایه کیدو له امله له زده کړو محروم دي.

هغه وويل: «داد اندېښنې وړ خبره ده، ځکه په تیرکال تعلیمي کال کي یو وار کرونا د زده کوونکو ډېر وخت ضایع کړ او اوس بیا جګړو په یادو سیمو کي تعلیمي نظم ګډوډ کړ.»

نوموړي زياته کړه: «زموږ د کره شمیرو له مخي چي له ۴ ولسوالیو خلک بېځایه سوي دي، نو زه درته ویلای سم، په ژړۍ کي ۱۰ په پنجوايي کي ۲۴په ارغنداب کي ۱۳ او په میوند ولسوالیو کي یو باب مکاتب تړل سوي دي.»

دغه بېځایه سوي کډوال، چي دا مهال د کندهار ښار او ډنډ ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو کي ژوند کوي وايي، له یوې خوا يې کورونه او په باغونو کي انار پاته سول، خو دا يې بیا تر ټولو لویه ستونزه ده، چي اولادونه يې له زده کړو څخه محروم سول.

د کډوالو په خبره په سیمو کي يې ډېره شدیده جګړه او دوی محضي خپل اولادونه راایستلي دي.

بېځایه سوي کډوال په جګړه کي له دواړو خواوو غواړي، چي ترهرڅه ژر دي جګړه ودروي، چي خپلو کورونو ته ستانه او په ارام زړه ژوند او د اولادونو درس شروع کړي.

د میوند او پنجوايي ولسوالیو دوه تنه اوسیدونکي د خپلو کړاونو کيسه کوي.

د محمد رفیق په نامه يو تن وايي: «زما څخه شخصا د انارو ډک باغونه او له سامان الات ډک کور پاته سو، مګر باور وکړی زه د هغو پرځای د خپلو اولادونو راتلونکي ته فکر وړی یم.»

نوموړی زياتوي: «ځکه باغونه او سامان پيداکیږي، خو زما د اولادونو راتلونکی چي خراب سوه بیا يې جوړول سخت کار دی.»

د آغا جان په نوم يو بل بې ځایه شوی وايي: «موږ له طالبانو او حکومت څخه سوله غواړو، چي بیرته خپلو کورو ته ولاړ سو، اولادونه مکتبو ته ولیږو.»

هغه زياتوي: «که څه هم موږ په یوه یوه جوړه کالیو کي له خپلو ډکو کورونو راوتلي یو، مګر تر ټولو مي په دغه اولادو فکر خراب دی، چي اینده يې نامعلومه سوه. زموږ خوشحالي بیرته خپلو کورونو ته ستنېدل دي.»

په کندهارکي مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي هم په دې اړه اندېښنه ښيي او په جګړه کي له ښکېلو غاړو غواړي، چي نوره جګړه بس او ولس پرېږدي، چي د سولي په فضاء کي ژوند او زده کړه وکړي.

په کندهارکي د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب دویچه ویله ته وویل، چي د ناامنیو له امله کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ ته ۶ زره بېځایه سوي کډوال راغلي، چي له ځینو کورنیو سره يې مرسته هم کړې ده.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل