1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځو ته له کوره د کارکولو زده کړي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په کندهار کي ۵۱ نجوني له هغه کورسه څخه فاريغه سوي چي له کور څخه د آنلاین له لاري کار کولو زده کړي ورکړل سوي دي. دوی شپږ میاشتي دغه زده کړې ترلاسه کړي دي.

Afghanistan, Kandahar | Wisa Academy
انځور: Wisa Academy

دغه زده کړي په کندهار کي د «ویسا اکیډمۍ» له خوا د « لېرن» مؤسسې په مرسته ۵۱ نجونو ته ورکړل سوي دي. د ویسا اکیډمۍ عمومي مدیر خیرالله نېکمل له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، دغه پروګرام يې د «لېرن» په نامه د یوې غیري دولتي مؤسسې په همکارۍ پېل کړی دی.

د ده په قول، په دې پروګرام کي له لسم ټولګي څخه نیولې بیا د پوهنتون تر محصلانو پوري ګډونوالي پکښې شاملې وې: «موږ له دغه پروګرامه څخه ځکه خوشحاله یو، چي د نجونو لېوالتیا خورا زیاته وه او د دوی لېوالتیا موږ ته دا ډاډ راکړ چي د دغي لړۍ دویمه کړۍ هم شروع کړو.»

انځور: Wisa Academy

د زده کوونکو په استازیتوب طیبه (مستعار نوم)  دویچه ویله ته وویل چي دغسي زده کړي د کندهار په سطحه اول وار دی چي نجونو ته ورکول کیږي.

د هغې په خبره په دغو زده کړو کي چي انلاین فریلانسنګ، د انلاین بازار ډولونه، د فریلانسنګ ګټي، اغیزمنیتا، مهارت، یوټیوب او په یوټیوب کي د چینل جوړولو لاري چاري او ځیني نوري موضوعګاني پکښي وې «زموږ له پاره دومره مهم وو لکه ډوډۍ، ځکه اوس ډیري تعلیم لرونکي میرمني او نجوني وزګاري په کورونو کي ناستي دي. دغه ډول زده کړي موږ نجونو ته ډېري مهمي دي.»

په کندهارکي مدني فعاله صالحه ارین هم وايي چې دا وخت، چي له شپږم ټولګي څخه پورته نجوني له زده کړو محرومي او په اکثرو دولتي ادارو کي ښځي کار نه سي کولای، نو دغسي زده کړي دوامداره په کار دي، څو زیاتي تعلیم لرونکي نجوني او میرمني ورڅخه ګټه واخلي.

د هغې په خبره دغه شان زده کړي چي ښځي وکولای سي له کور څخه د انلاين له لاري کار وکړي ډېري مهمي دي، ځکه چي اوسنی سیاسي او اقتصادي وضعیت ترهرچا پر ښځو ډېر اغېز کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل