د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۳يمه) المان ږغ ته وویل، په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کي د وروستیو سختو اورښتونو له امله تراوسه ۱۵۷۵کورونه نړېدلي دي.
د ولايتي وياند په قول، ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۸ ټپیان دي چي په دې مرګ ژوبله کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
د معلوماتو له مخي په سلهاوو څاروی هم تلف سوي دي او سلهاوو جریبه باغونه او شاړي مځکي سېلابونو ویجاړي کړي دي.
د ویاند په قول په ۱۲۰۰ کسان يې ، چي په ځینو ولسوالیو کي بند پاته وو، د ملي اردو په چورلکو کي کندهار ښارته رارسولي او په زراعتي پوهنتون کي يې ځای پرځای کړي دي .
نوموړي زياته کړه: «دا ارقام اخیري نه دي، کیدای سي، چي د تلفاتو او خرابیو ارقام لوړ سي، خو موږ چمتووالی لرو او په دې اړه مو ۷ کومیټې جوړي کړي دي، چي له خلکو سره پر وخت مرستي وکړي.»
انځور: DW/M. I. Speasaly د ولايتي وياند په قول ارغنداب، پنجوايي، سپین بولدک او دامان ولسوالیو کي زیات سیلابونه راغلي او ډېر مالي تاوانونه يې پېښ کړي دي.
له بل اړخه ځپل سوي کسان له دولته د زیاتو مرستو هیله کوي او وايي، چي کورونه يې نړیدلي او مرستو ته سخته اړتیا لري.
زيانمن سوي کسان وايي، دولت ته په کار ده، چي د اوبو له لپاره منظم سیسټم جوړ کړي. د هغوی په وينا هرکال د پسرلي او حوت میاشتو کي یوشمیر کورونو ته د سیلابونو اوبه ننوزي.
يو زيامن سوي کس المان ږغ ته وويل: «زموږ په ناحیه کي د اکثرو خلکو کورونه سیلاب نړولي دي، ټوله شپه خلک تر تیز باران لاندي یوازی په بېلچو اخته وه، چي د اوبو مخ له کورونو واړوي، هغه د چا وس نه په رسیدی، بیا سهار ناوخته د ښاروالۍ سکواټر راغلی او دغه ځای يې غار کړی.»
انځور: DW/M. I. Speasaly کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمری څرګند وايي، دا وار د باران تیزوالی او دوام په تيرو لسو کالو کي نه و لیدل سوی.
زمری زياتوي چي همدا اوس چارواکو د ښار په لسو ناحیو کي بیړنی حالت اعلان کړی او د خصوصي سیکټور څخه يې هم مرسته غوښتې ده، ترڅو له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.
زمري وويل: «موږ ارام ناست نه یو، د باران په هغه سخته شپه مو ټول کارکوونکي د خلکو په خدمت اخته وو، خو دا چي اوبه خورا زیاتي وي، نو موږ د شخصي سیکټور څخه هم د مرستي غوښتنه وکړه، چي همدا اوس په ځینو سیمو کي له موږ سره ګډ کار کوي.»
د کندهار د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې مسؤل مسعود پښتون وايي، تر ۱۲۰۰ زیاتو کسانو سره يې د بیړنۍ مرستي ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته کړې اولاهم دغه لړۍ روانه ده. دی هم وايي سږکال په کندهارکي دغه وروستی باران خورا توند او ډيرو کورنیو ته مالي تاوانونه اړولي دي.
انځور: DW/M. I. Speasaly کندهارکي مدني فعالان وايي له ۱۳۶۹ هجري لمریز کال راهیسي يې دغسي توند او دوامداره باران نه په یادیږي.
دوی وايي، که څه هم د هوا پيژندني ادارې د کندهار په ګډون په یوشمیر ولایتونو کي د خطرناکو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې وه، مګر بیا هم دولت هغسي چمتووالی نه درلود.
زموږ د آرشیف څخه په دې اړه یو انځوریز البوم:( 04.06.2013)
په آلمان او گاونډيو هيوادونو کي د سختو اورښتونو له کبله په رودونو کي اوبه ډيري او کوڅو او بازارونو ته ننوتي دي. د آلمان د پوځ په گډون په لسونو زره کسان د خلکو د ژغورلو په لټه کي دي. انځور: picture-alliance/dpa د اطریش سرحد ته د نژدې ایالت بایرین د « پاوساو» په ښار کې د ډینیوب د سیند د اوبو سطحه په پرله پسي توگه لوړیږي. د دوشنبې په سهار د اوبو سطحه د ۱۹۵۴ کال د تاریخي سیلاب سطحي ته ورسیدله.
انځور: picture-alliance/dpa په ټول جرمني کې د سیلاب له زیان څخه د خلکو د ژغولو له پاره د اطفائيې نزدې ۲۸ زره کارکوونکي ګومارل شوي دي. سربیره پر دې د فني مرسته رسوونکو د ډلۍ ۱۸۰۰ کسان او نزدې ۱۷۰۰ پوځیان د مرسته رسولو په کارونو مصروف دي.
انځور: picture-alliance/dpa په بایرین ایالت کې د پاساو ښار اوسیدونکي اوس خپلو وظيفو او د کور د اړتیا وړو موادو د پیریدلو له پاره له ژغورنکي عملې څخه مرسته غواړي.
انځور: Reuters د دغه ځای سیاستوال هم په دې ستونزمن حالت کې د خپل اولس تر څنګ ولاړ دي. د زاکسن انهلت ایالت والي راینر حازلوف، هم د مرسته رسونۍ بهیر لیدنه وکړه. په آلمان کې ټاکنو ته لږ وخت پاته دی نو له دې امله ټول لوې سیاستوال د زیانمن شوو سیمو لیدو ته ورځي.
انځور: picture-alliance/dpa دا ځل د پاساو ښار هغه سیمي هم د سیلاب له امله زیانمنۍ شوې دي، چې د ۱۹۵۴ میلادي کال د تاریخي سیلاب پر مهال خوندي پاتي شوې وې. سیند ته نږدي تقریبآ ټول کورونه تر اوبو لاندې کیدو په حال کې دي.
انځور: Reuters د آلمان د زاکسن ایالت په شمالي برخو کې هم سیلاب ډیر زیانونه اړولي دي. د دغو سیمو اوسیدونکی په بشپړ ډول خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي. د دغو سیمو ۷۰۰۰ اوسیدونکي مرستندویه کمپونو ته انتقال شوې دي. د دې سیمي حال د ۲۰۰۲ کال د سیلاب د حالت پر لور روان دی.
انځور: picture-alliance/dpa ډیر شمیر خلک د سیلاب د شدت څخه خبر نه ول، لکه څرنګه چې د منشن ښار ته نږدې د روزن هایم سیمي اوسیدونکي لیدل کيږي. موټر چلوونکي په دې فکر کې نه ول چې د اوبو سطحه به دومره ژر لوړه شي.
انځور: picture-alliance/dpa د سیلاب پر وړاندي تر ټولو اغیزمنه وسله د ريگو خلطې دي. ۱۵ کیلو ګرامه وزن درلودونکي خلطې د آس کریم دوکان له پاره د دیوال کار ورکوي. د مرستندویه ادارو له خوا داسی په زرو خلطې جوړي شوي دي.
انځور: Reuters د بایرین، تورینګن، زاکسن او زاکسن انهلت ایالتونو په شاوخوا سیمو کې د سیلابونو په نتیجه کي ډیر خلک زیانمن شوې دي.
انځور: Reuters د آلمان د جنوبي او ختیځو برخو تر څنګ د اطریش او چک جمهوریت ځینې برخې هم د سیلابونو له امله زیانمني شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa د اطریش هیواد په غرنيزو سیمو کې د سیلابونو په وسیله له غرونو څخه د خاورینو څنډو د راښویدو له امله ودانیو ته سخت زیان رسیدلې دی. د اطریش د زالس برګ په سیمه کې د غونډیو د ښویدني له امله کورونو او موټرو ته زيان رسیدلې دی.
انځور: picture-alliance/dpa د پاساوو سیمه اوس هم د تورو وریځو په غیږ کې ده. د دوشنبې په ورځ د دینیوب سیند سطحه ۹،۶۰ مترو ته رسیدلې وه. د اړوند چارو کارپوهان وايي چې کیدای شې د دغه سیند د اوبو سطحه ۱۲ مترو ته ورسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa