1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کندهار کي ځيني سيمي په قصد طالبانو ته پرېښودل سوي»

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

د مشرانو جرګې د پلاوي مشر، محمد هاشم الکوزي نن شنبه په کندهارکي د امنیتي وضعیت څېړلو وروسته له خبريالانو سره په مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي بعضي سيمي د «وظيفوي غفلت له کبله هم طالبانو ته پرېښودل سوي دي.

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

راغلي پلاوي وویل، په کندهارکي ځيني سيمي د وظيفوي غفلت او جوړجاړي په ترځ کي وسله والو طالبانو ته پرېښوول سوي دي: « داد پلان له مخي یو کار سوی دی. د اسیمي په جنګ وسله والو نه دي نیولي، ځکه موږ پوښتنه وکړه. د ولسوالیو امنیتي مسؤلین وايي تلفات نه لري، د ولسوالیو له مسؤلینو سره ځینو سیاسي خلکو او رهبرانو تماس نیولی، چي په یو ټلیفون يې سیمی ور ایله کړي دي او د ځینو سیمو په اړه بیا جوړ جاړی سوی دی.»

د مشرانو جرګې دغه پلاوې که څه هم د کومي ځانګړې ډلې نوم یاد نه کړ، خو وايي، دولتي ادارو کې فساد او د ورستیو نا امنیو زیاتېدل د یوې ځانګړې کړۍ په غوښتنه او هڅو رامنځته سوي دي.

دا په داسي حال کی ده، چي په دې وروستیو دوو میاشتو کي د کندهار یوشمیر ښارته نژدې ولسوالۍ لکه ارغنداب، ډنډ، پنجوايي او ژړۍ  ناامني سوې او د وسله والو طالبانو ښکاره تګ راتګ پکښي ترستروګو کیږي.

د کندهار امنیتي مسؤلین بیا دا خبره نه مني او وايي، چي  د وسله والو طالبانو په وړاندي يې په یادو ولسوالیو کي چاڼیز پوځي عملیات شروع کړي، چي په وینا يې په هرو عملیاتو کي زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولي او ځیني سیمي او کلي يې له شتونه پاکوي، خو وسله وال بیا داخبر یوازي ادعاء ګڼي.

 د یادو ناامنیو له امله کندهارښار ته تر ۵۰۰۰ زیاتي کورنۍ رابېځایه سوي دي. دغه بېځایه سوي کډوال وايي، له یوې خوا سوړ ژمی او له بلي خوا وزګارتیا اود کافي مرستو نستوالی هغه څه دی، چي د دوی ژوند يې تریخ کړی دی.د کندهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست بیا وايي، په دې اړه کره سروې روانه او هره ورځ مستحق کسانو ته ټاکل سوي اندازه خوراکي او غیري خوراکي توکي مرستي کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: