کندهار: کډوالو ته دوه مجهز ښارگوټي جوړيږي
۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعهمحمداعظم نوابي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، چي دوى له راستانه سويو مهاجرينو سره نه يوازي د يو شمير لومړنيو موادو او سفريې مرسته کوي، بلکي هغوى ته د واکسين ترڅنګ له ماينونو او نشه يې موادو څخه د ځان ژغورني روزنه هم ورکول کيږي.
«په روان ۱۳۹۱کال کي له پاکستان او ايران څخه۲۳۵۰کورنۍ بيرته خپل هيواد ته را ستنې سوي دي. کله چي دوى له مهاجرت څخه خپل هيواد ته را وګرځي نو موږ دوى يوه شپه په ټاکل سوي کمپ کي ايساروو ترڅو دوى ته د ناروغيو په وړاندي واکسين، او له مخدره موادو او ماينونو څخه د ژغورني په موخه روزنه هم ورکول کيږي. دوى ته موږ د کور لومړني سامان او د هر نفر پر سر له ۱۲۰ډالرو څخه تر۱۴۵ ډالرو پوري د لاري خرڅ هم ورکوو، چي دوى ترخپل ولايت پوري ورسوي.»
د پاکستان له کوټي ښار څخه تر ۲۰ کلن هجرت وروسته يو تن راستون سوی کډوال عبدالله دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي ځکه بيرته خپل هيواد ته راغلى دی، چي له يوې خوا يې په وطن کي تر پخوا امنيت ښه دی او بل يې اوريدلي دي، چي د دولت له خوا کډوالو ته د سرپنا له پاره مځکي ورکوي کول کيږي.
«موږ هلته په پاکستان کي مهاجر وو، اوس په دې خاطر خپل هيواد ته راغلي يو، چي دولت ويل مرسته درسره کوو، کور درکوو. زه اوس روزانه کوم او په کرايه مي سراى نيولى دى، که چيري يوه نومره مځکه راکړي ژوند به مي ګل او ګلزارسي.»
د کندهار د کډوالو چارو رئيس محمد اعظم نوابي، هم وايي چي دوى د ولسمشر کرزي د ۱۰۴ګڼه فرمان له مخي له هر مهاجر سره د يوې نومرې مځکي مرسته کوو.
د نوابي په خبره، دوى په کندهار کي د کډوالو له پاره ٢مجهز ښارګوټي په پلان کي نيولي دي، چي د يوه ښارګوټي د نومرو د خطکشۍ کار به راپيل کړي او وروسته به دوهم ښارګوټى هم کډوالو ته ور ووېشي:
«تر اوسه مو په کندهار کي ٢ښارګوټي د جوړېدو له پاره ټاکلي دي چي يو د پنجوايي ولسوالۍ د صالحانو په کلي کي موجود دى او بل په دامان ولسوالۍ کي پروت دى. د صالحانو په ښارګوټي کي تر١٥٠٠کوره او په دامان ولسوالۍ کي تر ٨ زره نومرو پوري پراخوالی لري. په دې ښارګوټو کي به د ژوند ټولي اسانتياوي موجودي وي او دابه يوازي کندهاريانو ته وېشل کيږي، ځکه په هرولايت کي د هغه ولايت د راستانه سويو مهاجرينو له پاره ښارګوټي جوړيږي.»
د کندهار د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو مسؤل محمد اعظم نوابي د خلګو هغه اندېښنې رد کړې، چي ګويا دا مځکو ته به هم د قبضه ګرو او زورواکانو لاسونه ورسيږي.
د ده په خبره په کندهار کي تر ډېره د زورواکانو زور اوبه سوى دی او دوى دې ټکي ته ډېره پاملرنه لري. هغه وايي، دا دواړه ښارګوټي د کندهار د مهاجرينو له پاره بسنه کوي:
«دا مهال په کندهار کي موږ شل زره کورنۍ بېځايه سوي او مهاجر لرو، چي ياد ښارګوټي به د دوى او د نورو را ستنېدونکو له پاره به بسنه وکړي.»
د کندهار د کډوالو چارو رياست په داسي حال کي مهاجرينو ته په ټاکل سويو ځايونو کي د کور له پاره د يوې، يوې نومرې مځکي د ورکړي خبره کوي، چي اوس په کندهار کي د مځکو بيې دهيواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېري لوړي او هر څوک يې د رانيولو توان نه لري.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل