1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې زرګونه کسانو د باران لمونځ ادا کړ

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

په جنوبي کندهار ولایت کې د کرونا د نوي ډول د خپرېدو په اوج کې زرګونه کسان راټول شوي وو چې په افغانستان کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د باران لمونځ او دعا وکړي. افغانستان له اوږدې وچکالۍ کړیږي او فقر لوړ شوی دی.

Afghanistan | Herat | Coronavirus | Freitagsgebet
انځور له آرشیف څخهانځور: DW/S. Tanha

د باران له پاره د لمانځه په موخه د راټولو شویو کسانو ترمنځ د اومیکرون کورونا ویروس د لیږد د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی چې له کبله یې اندیښنې زیاتې شوي دي.

په داسې حال کې  چې افغانستان له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، په دغه جګړه ځپلي هیواد کې ورځ تر بلې لوږه او بې کاري د ډیریدو په حال کې دی او کارپوهان روان ژمۍ افغانانو ته له ستونزو ډک ګڼي. سربیره پر دې، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له وچکالۍ سره هم مخامخ دی چې له کبله یې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او د  داخلي بې ځایه کیدو سبب هم شوی دی.

د شنبې په ورځ په کندهار کې د طالبانو په امر زرګونه کسان راټول شوي وو او د باران لپاره یې دعا وکړه. په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ سعیدالله، د آلمان خبري آژانس ته وویل، چې د کندهار له ولسوالیو او کلیو څخه زرګونه کسان ښار ته د باران د لمانځه لپاره راغلي وو. په دې ترڅ کې د طالبانو د مذهبي مشر ملا هبت الله اخندزاده پیغام هم ګډونوالو ته ولوستل شو. د سعيدالله په وينا، د طالبانو مشر په خپل پيغام کې پر خلکو غږ کړى چې لا ډېر کار وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې ګډونوالو ته د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره هیڅ ډول اقدامات نه دي نیول شوي. کرونا ویروس د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د پراخیدو په حال کې دی او د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دغه ویروس بیا خپریدل به افغانانو ته پراخې ستونزې را ولاړې کړي.

ولي د بادغیس بزګرانو ایران ته مخه کړې؟

دغه مراسم داسې مهال نیول کیږي چې د کرونا ویروس د نوې بڼې د مخینوي لپاره په سیمه کې ډیری هیوادونو خپلې پولې تړلي او یو شمیر الوتنې او پروازونه هم لغوه شوي دي. ګڼ شمیر هیوادونو د اومیکرون بڼې د مخنیوي له پاره تازه جدي محدودیتونه هم وضع کړي دي.

د وچکالۍ په جریان کې، مسلمانان ډیر وخت د کروندو د حاصلاتو د ډیریدو  لپاره په دودیز ډول د باران دعا او لمونځ کوي. افغانستان اوسمهال د څو لسیزو په پرتلې له خورا بدې وچکالۍ او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. نړیوالو بشري سازمانونو په دغه هیواد کې د یوه بشري ناورین وړایندوینه کړې ده.

په وچه کې راګیر دغه هېواد په ژمي کې تر ډېره پر بارانونو او واورو تکیه کوي، خو د هېواد ۸۰ سلنه برخه له اوږدې وچکالۍ سره مخ ده. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي سږني ژمي کې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ شي ځکه چې په دغه هېواد کې د وچکالۍ، جګړې، د کرونا ویروس د خپرېدو او اقتصادي بحران اغېزې لا هم دوام لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل